<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-17 19:51:08    
کرهڼيزو علومو د چين د شانګ دونګ ولايت د غلودانو توليد لپاره زمينه برابره کړې ده

cri

په چين کې د دوبنيو حاصلاتو وخت رارسيدلی دی، د چين د شانګ دونګ د ولايت ځمکې له غنمو څخه ډک دی.د معلوماتو له مخی روان کال به د شان دونګ ولايت د غنمو توليدي اندازه ١٩ مليارډ او ٧ سوه مليون کيلو ګرامو ته ورسيږي چې د تېر کال په پرتله به ٩٥٠ مليون کيلو ګرامه زياته شی.

د شانګ دونګ ولايت دوالی مرستيال جيا وان جی په وروستيو ورځو کې وويل که په راتلونکيو لسو ورځو کې هوا ښه شي او کوم ستر طبيعی ناورين رامنځته نه شی، نو د غنمو ښه حاصلات به تر لاسه شي.ښايی چې د غنمو سږني توليدي اندازه د تېرو اتو کلونو په پرتله زياته شی.

د شانګ دونګ ولايت د کرنې ادارې مشر جان شو اي وويل د مهمې تکنالوژۍ خپرونې د غنمو په حاصلاتو کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلی جيا وان جی وويل په وروستيو کلونو کې د شان دونګ ولايت حکومت د کرهڼيزو علومو پرمختګ ته ارزښت ور کړی او د کرنې په برخه کې يې لازياته پانګه اچولې او د اړوندې تګلارې ملاتړ يې کړی چې له مخې يې د کرهڼيزو علومو د خپريدو سويه په څرګنده توګه لوړه شوې او د کرنې پرمختګ لپاره د تکنالوژۍ خدمتی اندازې په سلو کې ٥٢ برخه نيولی چې د هېواد د منځنۍ سويې په پرتله په سلو کې ٤ زياته شوې ده.

زياتو بزګرانو د کرهڼيزې تکنالوژۍ له خپرېدو څخه ګټه اخيستې ده. د دغه ولايت د جو اي ولسوالۍ د چی لين علاقه دارۍ بزګر وانګ جينګ شان د غنمو کرلو لپاره په

١٤ هکتاره ځمکه ګرو کړې چې تر اوسه پوری په ځايی سيمه کې د غلودانو توليد په برخه کې يو مشهور بزګر ګرځېدلی دی.په وروستيو کلونو کې ښاغلی وانګ د پرمختللې تکنالوژۍ له لاری د ځمکو کيفيت ښه کړی او د غنمونو د تخمونو اندازه يې لوړه شوی ده.هغه وويل چې په صفر اعشاريه صفر ٦ هکتاره ځمکه کې د غنمو توليدي اندازه څلور سوه کيلو مترو ته رسيدلی ده.

د شانګ دونګ ولايت د هه ځه ښار د هوا ژوي ډله اييز شرکت په عمده توګه د پوډر په توليد بوخت دی او په توليدي بهير کې له بزګرانو سره همکاری کوي. دغه شرکت د پوډر له اړتياوو سره سم د کرل شويو غنمو ډله ټاکي او په يو ډول بزګرانو ته تخمونه برابروي .د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال جاو شيو جون وويل د غوره تکنالوژۍ د خپرولو له امله د غنمو توليدی اندازه زياته شوې ده.

د شانګ دونګ ولايت په چين کې د غلودانو توليد په برخه کې يو لوی ولايت دی . په ٢٠٠٧ کال کې د دغه ولايت د غلودانو عمومی توليدي اندازه ٤١ مليارډ او ٥٠٠ مليون کيلو ګرامو ته رسيدلی چې د هېواد په کچه يې دوهم مقام نيولی دی.