د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سه چوان ولايت ښوونې ادارې د جون په اوولسمه نېټه خبر ورکړ چې اوس د دغه ولايت زلزله ځپلې سيمې د راتلونکي سپتمبر له لومړۍ نېټې مخکې د ټولو ښوونځيو د اعاده کولو هڅې کوي
د معلوماتو له مخې، د سه چوان ولايت د ښوونې ادارې د ټولو ښوونځيو د اعاده کولو لپاره يوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې چې اوس يې د خيمو، لنډمهالو کورونو، تدريسي کتابونو او درملونو په شمول د لازمو شيانو راغونډولو په حال کې ده. د دې تر څنګ دغې ادارې د زده کوونکيو د تنظيمولو لپاره هم يوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې چې په نورو ځايونو کې د زده کړې لپاره د زلزله ځپلو سيمو له زده کوونکيو سره مرسته کوي.