د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جون د اتلسمې نېټې په سهار د چين د شينجيانګ اويغوري قوم خپلواکې سيمې په کاشغر ښار کې پای ته ورسېد.
کاشغر په شينجيانګ کې د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال د لېږدونې دوهم تم ځای و. په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لېږدونې لارې اوږدوالی شپږ اعشاريه پنځه کيلومتره و او دوه سوه او اته تنه لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.
د لېږدونې فعاليت د پيل په مراسمو کې ټول ګډون کوونکي د سه چوان ولايت په سخته زلزله کې د مړو شويو کسانو لپاره د يوې دقيقې چوپ پاتې شول او لېږدونکيو او د کاشغر بېلا بېلو ټولنو زلزله ځپلو سيمو ته بسپنې ورکړې.