<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-18 17:58:48    
د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې خلک په خپله د توليدي چارو د اعادې او خپلو کورونو د بياودانولو لپاره کوشش کوي

cri

د سه چوان ولايت د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو په ژورتيا سره اوس مهال د سه چوان ولايت د زلزله ځپلو سيمو خلک په خپله د توليدي چارو د اعادې او د خپلو کورونو د بياجوړولو لپاره کوشش کوي.د صنايعو په برخه کې د توليدي چارو د اعاده کيدو مهالويش ټاکل شوی او د کرنې په برخه کې د کرهڼيزو توليداتو د تر لاسه کولو لپاره لاری چاری موندل شوې دي.د سه چوان ولايت په سختو زلزله ځپلو ښارونو او ولسواليو کې د خلکو له خوا د توليدي چارو د اعادې حالت ليدل کيږي.

له دغې زلزلې مخکی د سه چوان ولايت اقتصاد د هېواد په دننه کې اتم مقام نيولی و، خو سختې زلزلې د سه چوان اقتصاد ته زيانونه رسولي دي، نو د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو اوسنی مهم ټکی د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو د تر سره کولو ترڅنګ د توليدي چارو اعاده کول دي.

صنايع پخوا د دغه ولايت په اقتصاد کې د ملاتېر اهميت درلود،خو له زلزلې وروسته ور ته ډېر سخت زيانونه رسيدلی دي.چنګ دو د سه چوان ولايت د مرکز په توګه چې نفوس يی له لس مليون تنو څخه اوښتی او عمومی اقتصادی اندازه يې د دغه ولايت يو په دريېمه برخه نيسي، د دغه ولايت د بيارغونې په برخه کې د مشری ستر رول او اغيزه لري.د دغه ښار د ګوندی کميټې منشی لی څنګ چنګ وويل(اواز..........)د دغې زلزلې له امله د چنګ دو ښار په اوسنی او راتلونکی موده کې اقتصادی او

ټولنيز پرمختګ ته جبران نه کيدونکی زيانونه رسيدلی دي، نو د بيارغونې کارونه له

زياتو ستونزو سره مخامخ دی.د دغه حالت په وړاندی مونږ کولی شی چې له دغې زلزلې وروسته توليدی چارې ژر تر ژره اعاده کړو او د اقتصاد د دايمی پرمختګ او سمسورتيا په موخه د اړوندو تګلارو او تدبيرونو د جوړولو او بشپړولو لپاره کوشش وکړو.مونږ به هرو مرو وکولی شو چې په لنډه موده کې د چنګ دو ښار اقتصادی او ټولنيز پرمختګ اعاده کړو.

په صنايعو کې د توليدي چارو په اعاده کيدو کې لومړی بايد د زلزله ځپلو سيمو ښه بڼه بيا جوړه شی چې د پانګه اچوونکيو باور پياوړی شی. د چنګ دو ښار د چينګ يانګ سيمې د ګوندی کميټې منشی چو جيان هونګ وويل(اواز............) مونږ اقتصادي پرمختګ ته پام کوو چې پکې لومړی د پانګه اچوونکيو راغوښتل دي.په وروستيو ورځو کې مونږ د پانګو د راجلبولو لپاره ساحلی پرمختلليو سيمو ته دوه ډلې ليږلي دي.دوهم مونږ بايد د چنګ دو ښار په باب د معلوماتو تبليغ وکړو چې زمونږپر ښار د پانګه اچوونکيو باور پياوړی شی.

تر اوسه پوری نوموړو ډلو مونږ ته ښه خبر را کړ چې بېلا بېلو پانګه اچوونکيو په زلزله ځپلو سيمو کې د ټولنيز مسئوليت او د اقتصاد له اعاده کولو سره په باوري توګه دغه ولايت ته راغلی دی.

تر اوسه پوری په دغه ښار کې د هغو لويو تصديو شمېر چې خپلې چارې يې اعاده کړې، دری زره او دوه سوه او پنځه اتيا ته رسيدلی چې د عمومی شمېر په سلو کې ٩٥ برخه يې نيولی ده.دغه ولايت هم په زلزله ځپلو سيمو کې د صنعتی تصديو د توليدي چارو د بيا پيل مهالويش ټاکلی چې په راتلونکيو دريو مياشتو کې د توليدي چارو د بيا پيل په برخه کې له توليدي توان لرونکيو تصديو سره مرسته وکړي.

اوس مهال کرنيز توليد په مهم پړاو کې مهم پړاو دی ،په زلزله ځپلو سيمو کې د دوبنيو غلودانو او غوړيو د حاصلاتو وخت رارسيدلی دی.نو دا وخت په زلزله ځپلو سيمو کې پوځ او داوطلبان له سيمه ايزو بزګرانو سره د کرهڼيزو توليداتو پهراټولولو بوخت دی. د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې خلک په خپله د توليدي چارو د اعادې او د خپلو ښکلو کورونو د بيا أبادولو کوشش کوي.