<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-18 18:01:22    
امريکايی کارپوه په فعاله توګه د چين او امريکا تر منځ د ستراتيژيک اقتصاد غونډه وستايله

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا تر منځ د څلورمې دورې ستراتيژيکی اقتصادي غونډه د جون په اوولسمه نېټه د امريکا د ماريلند ايالت په اناپوليس ښار کې پرانيستل شوه. د چين د لومړي وزير مرستيال وانګ چي شان او د امريکا د ماليی وزير هنری پولسون په ګډه د دغې غونډې مشری وکړه. د امريکا د کارنيګی نړيوالې سولې صندوق تجربه لرونکی څېړونکی البيرت کېديل زموږ خبريالې ته وويل د چين او امريکا تر منځ ستراتيژيکه اقتصادي غونډه نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګښت لپاره مهم رول لوبوي، بلکی به پر نړيوال اقتصاد هم فعاله اغېزه کوي.

د چين او امريکا تر منځ ستراتيژيکه اقتصادي غونډه چې د ٢٠٠٦ کال د سپتمبر په شلمه نېټه په رسمی توګه پيل شوه چې په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ لوړه کچه غونډه ګڼل کېږی او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو لخوا ستايل شوې ده.

د کارنيګی نړيوالې سولې صندوق د امريکا يو مشهور ارګان دی. ډاکتر کېديل د دغه صندوق يو ډېر تجربې لرونکی څېړونکی دی. دی پخوا د امريکا د ماليې وزير د ختيځی اسيا چارو د دفتر مرستيال و او د چين او امريکا تر منځ د ياد شوی ميکانيزم په جوړونه کې يې فعال رول لوبولی دی. ده په دې اړه وويل (اواز١)

کله چې ما د ماليې په وزارت کې کار کاوه، هېله من وم چې دغه ميکانيزم جوړ شي

او د دې لپاره مو څو کاله کوششونه کړي وو. د چين او امريکا تر منځ سږني ستراتيژيکه اقتصادي غونډه څلورمې دورې ته رسيدلی ده. د پاملرنې وړ خبر دا ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د دغې غونډې له لارې نورې ټينګې شوې دي. که دغه غونډه نه وای موجوده، د يو شمېر مسئلو حل و فصل به ښايی نور هم ستونزمن و.

کېديل دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا تر منځ د ستراتيژيکې اقتصادي غونډې ميکانيزم نه يوازی د دواړو هېوادونو تر منځ د تفاهم د پياوړتيا لپاره ګټور دی، بلکی په ځينو برخو کې د مسئلو د حل و فصل لپاره هم اغېزمن اهميت لري.

نوموړي په همدې وخت کې وويل د چين او امريکا تر منځ د ستراتيژيکی اقتصادي غونډې ميکانيزم يو دايمی ميکانيزم دی. د دغې غونډې په تر سره کېدو د دواړو خواوو تر منځ توپيرونه کم شوی دی. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پخېدو يوه فعاله نښه ده. ده وويل (اواز٢)

د چين د لومړی وزير پخوانۍ مرستيالې وو يي او د امريکا د ماليې وزير پولسون د دغې مرکې له لارې خپل منځی تفاهم پياوړی کړی او د دواړو خواوو پلاوي د اړوندو مسئلو د ليری کولو لپاره کوششونه کوي. اوس دغه مرکه په پراخه توګه منل شوې ده. البيرت کېديل دې ته اشاره وکړه چې دغه غونډه هم د چين او امريکا تر منځ د اړيکو ټينګښت او هم د نړيوالو اقتصادي مسئلو د حل و فصل لپاره فعال رول لوبوي.

هغه وويل (اواز٣)

د دواړو هېوادونو په ستراتيژيکه اقتصادي غونډه کې ډېر محتويات له نړيوال اقتصاد سره نژدی اړيکی لري، مثلا انرژۍ، د نفتو بيه او د خوراکي موادو بيې او داسی نور. امريکا او چين دواړه په نړۍ کې لوی اقتصادي هېوادونه دي. د

چين اقتصاد په وروستيو کلونو کې د ګړندی پرمختګ په حال کی دی. نو دواړه هېوادونه د اړوندو مسئلو په اړه بحث کولای شي. که دواړه هېوادونه په ښه توګه همکاری او همغږی وکړي، دا به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ستر اهميت ولري.

ښاغلي البيرت کېديل هيله او باور څرګند کړ چې د چين او امريکا تر منځ د څلورمې دورې ستراتيژيک اقتصادي غونډه به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره يوه ښه زمينه برابره کړي.