<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-18 19:13:19    
کوچني داوطلبان په زلزله ځپلو سيمو کې خدمت کوي

cri

( کاکا ، ستړي مشئ! سرکۍ وخورئ ! ) د تېرې می په يو دېرشمه نېټه کله چې د چين د ملي لږکيو ورځپاڼې د رواني لارښوونې داوطلبانو يوه ډله د سه چوان ولايت د لي شيان ولسوالۍ ښوونځي ته تازه ورسېد، يو کوچنی زده کوونکی له يوې اندازې سرکيو سره د داوطلبانو ډلې خيمې مخې ته ولاړ. له دې وروسته لس ګونه ماشومان په وار سره د داوطلبانو ډلې خيمې ته ورسېدل. دوی د داوطلبانو رواني لارښوونه ومنله او ويې غوښتل چې د داوطلبانو په ډله کې ګډون وکړي.

له دی امله چې داوطلبانو غوښتل د دغې ولسوالۍ د ما ناو کلي ته ولاړ شي، نو بايد د لارې څو تنه لارښوونکي ومومي. د زلزلې له امله په لي شيان ولسوالۍ کې زياتره ښوونځي تړل شوي او ماشومان اوس په خيمو کې اوسېږي چې له لوبو پرته بل هېڅ کار نه کوي. دغه راز داوطلبانو څو تنه ماشومان وموندل چې غواړي له داوطلبانو سره مرسته وکړي. په دوهمه ورځ داوطلبان د ماشومانو په لارښوونې سره د ما ناو کلي په لور وخوځېدل. ځکه چې دغه ماشومان له زېږېدنې وروسته په دغه سيمه کې اوسېږي، نو د لارې په اړه ډېر زيات معلومات لري. داسی لکه د هر تن په ذهن کې چې يوه نقشه موجوده وي. د داوطلبانو ډلې مشر ښاغلي لي شيانګ هوا د لارې په بهير کې له دغو ماشومانو څخه پوښتنه وکړه چې غواړی ددوی په ډله کې ګډون وکړي که نه ؟ د وانګ شين چيانګ په نامه يو هلک سمدلاسه ځواب ورکړ چې زه غواړم يو داوطلب شم. زه غواړم له نورو کسانو سره مرسته وکړم. د خلکو لپاره خدمت کول زما لپاره تر ټولو لوی وياړ دی.

دغه راز د ما ناو له کلي څخه له بېرته راتګ وروسته د وانګ شين چيانګ او ګو چي ړوي په شمول د لي شيان منځني ښوونځي اته تنه زده کوونکيو په رسمي توګه د داوطلبانو په ډله کې ګډون وکړ او د داوطلبانو جامې يې واغوستي. د جون د څلورمې نېټې له غرمې وروسته په دری نيمو بجو درې تنه کوچنيو داوطلبانو په بيړه د داوطلبانو اډې ته منډی وهلی او ويل يې موږ يو سپين ږيری وموند چې اوس په کنډوالو کې بند پاتی دی. داوطلبانو د دغې خبرې له اورېدو وروسته سمدلاسه يوه ډله جوړه کړه چې درې تنه داوطلبان او درې تنه ماشومان په کې شامل وو او سمدلاسه يې ياد شوی سپين ږيری وموند. د دوی په ګډو کوښښونو سره ياد شوی سپين ږيری په بريالۍ توګه له کنډوالو څخه وژغورل شو او داوطلبانو ته يې وويل چې زمان په ژغورنې سره له تاسو څخه ډېره مننه کوم او ګمان کوم چې زه به مړ شم. له دی وروسته داوطلبانو له يوې خوا په دغه ولسوالۍ کې د زلزلې ژغورنې قوماندنۍ ته اړوند معلومات وړاندې کړل او له بلې خوا يې له طبی کارکوونکيو سره تماس ونيو. له يو ساعت وروسته طبي کارکوونکي هغه ځاي ته ورسېدل او د سپين ږيري هر اړخيزه بدني کتنه يې تر سره کړه.