<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-18 20:16:34    
د زلزلې درجو د تنظيمولو لاملونه

cri

 د پروګرام په نننۍ کې به د زلزلې درجو د تنظيمولو د لاملونو په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

د چين د زلزلې ملی ادارې د تفصيلی پلټنې له مخې د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې درجه د ريختر په کچه له اووه اشاريه اته درجو څخه اته درجو ته لوړه کړه.

ساينس پوهان د زلزلو د څارونې مرکزونو له اړوندو شميرو سره سم د زلزلو درجې ټاکي. د علمی پلټنې له مخې، د زلزلو څپې د ځمکې کرې د ننه د خپراوی سرعت په هره ثانيه کې شپږ کيلومترو ته رسيږی نو په بېلابېلو ځايونو کې د زلزلو څارونې په مرکزونو کې د زلزلو څپو د ثبتولو وختونه هم بېل دي.

اوس په نړۍ کې بېلابېل هيوادونه په عمومی توګه د زلزلې له پېښيدو وروسته په لومړی وخت کې د زلزلې له مرکز سره په نژدی ځايونو کې د څارونې مرکزونو د شميرو له مخې د زلزلې درجه ټاکي او بيا وروسته په هراړخيزه توګه د تفصيلی معلوماتو له څارلو وروسته د زلزلې تفصيلی درجه ټاکي.

د چين د زلزلې څارونې شبکې څيړونکی سون شي هونګ وويل چې له دې لارې په لومړی وخت کې د زلزلې د پېښيدو وخت، ځای او درجه حکومت او خلکو ته خپرېږي. دغه راز د ژغورنې کارونو لپاره هم لازيات وخت برابرېدی شی. خو دغه شونتيا هم شته چې په لومړۍ توګه د زلزلې ټاکل شوې درجه د تفصيلی معلوماتو له پلټلو وروسته له نوی ټاکل شوی د رجې سره توپير لری. ښاغلی سون په دې اړه وويل:

موږ په لومړی توګه د څارنې بېلابېلو مرکزونو د شميرو منځنۍ پايله اخلو.

که د څارونې مرکزونو شمير زيات شی نو بيا وروسته د دغو شميرو منځنی پايله هم بدلېدی شی.

هغه وويل چې د بېلګې په توګه دری کاله مخکی په هندی سمندر کې له سخت توفان مخکې د زلزلې د درجې په اړه په لومړی وخت کې اته اعشاريه پنځه درجه ټاکل شوې خو بيا له دوو ځلو تنظيمولو وروسته نهه درجه وټاکل شوه.

د چين په جنوب لويديځه برخه کې په ون چوان ولسوالی کې د سختې زلزلې درجې د ټاکلو په بهير کې هم داسی کار ترسره شو. د می په ١٢ نېټه د دغې زلزلې د پېښيدو له شپږو ثانيو وروسته د زلزلې څپې په چنګ دوو ښار کې دڅارونې مرکز ته رسيدلی چې د زلزلې له مرکزی ځای سره ترټولو نژدی دی. د زلزلې د پېښيدو له يوې دقيقې وروسته د چين د زلزلې د څارونې عمومی شبکې هم دغه زلزله ثبت کړې او له څو دقيقو وروسته يی په ابتدايی توګه د دغې زلزلې درجه وټاکله. د می مياشتې په ١٨ نېټه له نړيوالو دودونو سره سم د چين د زلزلې ملی ادارې له ترلاسه شوو ټولو شميرو سره سم د زلزلې کچه اته درجې ته وټاکله.

ښاغلی سون شي هونګ زياته کړه که څه هم د زلزلې د اووه اعشاريه اته درجو او اتو درجو ترمنځ لوی توپير نه شته خو د زيان رسونې سختوالی يی ډېر توپيرونه لری. هغه وويل:

د اته درجې زلزلې زيان رسونې اندازه د اووه اعشاريه اته درجې زلزلې په پرتله څو ځله زياته ده

هغه وويل :

که زلزله يوه درجه سخته شی نو زيانونه به يی ديرش ځله زيات شی. دغه ځل د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالی سختې زلزله ډېره ځواکمنه او زوروره وه چې د چين

پر څه دپاسه لسو ولايتونو او لويو ښارونو حتی د تايلانډ پر ځينو سيمو باندی يی هم اغېزه کړې وه. د ابتدايی شميرې له مخې په چين کې څه دپاسه سل زره مربع کيلومتره سيمې تر بېلابېلې اندازې پوری زيانمنې شوې دي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. هرچېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ !