د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د جون په اتلسمه نېټه د دولتي شورا د يوې غونډې مشری وکړه. په غونډه کې پريکړه وشوه چې د ماليې، مالياتو، ځمکو ، کاري فرصت او د غلودانو د اخيستلو په ساحو کې د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې په هکله لا زياتې مرستندويه تدبيرونه ونيول شي.
بر سېره پردې، دغې غونډې له مرکزي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د انرژۍ څخه د سپمولو، د ککړ شويو توکيو د ايستلو د کمولو او د سپمونې ټولنې د جوړولو په بهير کې د نمونوی رول ولوبوي. په ٢٠٠٨ کال کې به له نفتو څخه د دغو ارګانونو موټرونو دتيل او پطرول د لګولو اندازه د تېر کال په پر تله په سلو کې شل ټيټه شي او د دغو ارګانونو دفتری لګښت به هم کم شي چې د زلزله ځپلو سيمو له بيا رغونې او د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه ملاتړ وکړي.