<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-19 16:32:52    
د افغانستان ملی پوځ او ائتلافی ځواکونه د طالبانو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی په وروستيو ورځو کې د افغانستان د کندهار ښار ته په نژدی سيمه کې وسله والو طالبانو څو بريدونه کړي او د موټر بم چاودنې له لاری يې د بنديانو تر خوشی کيدو وروسته څه د پاسه لس کلي نيولي دي. په همدی وخت د افغانستان ملی پوځ او په دغه هېواد کې نړيوال سوله ساتو ځواکونو په دغه ښار کې خپل سرتيري راغونډ کړي او پر طالبانو باندی يې لوی پوځی بريدونه کړي دي.

په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې امنيتی وضعه په پر له پسی توګه خړپړه شوې ده.په تېرو دريو اوونيو کې د طالبانو په شمول د حکومت ضد وسله والو ځواکونو د افغانستان په بېلا بېلو ځايونو کې څو بريدونه وکړل ، نو د دغه هېواد ملی پوځ او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو پر دغو وسله والو ځواکونو باندی خپل بريدونه پياوړی کړي دي.د کندهار ولايت د ارګندب سيمې پوليس ستار محمد په دی هکله وويل(اواز......)

اوس په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو شمېر پنځه سوه تنو ته رسيږي چې په سيمه کې يې ماينونه ښخ کړي.د افغانستان پوځ او پوليسو د کاناډا او امريکا پوځونو په مرستې دغه سيمه کلابند کړی چې سمدلاسه به پر طالبانو باندی يو پوځی بريد وکړي.

د روانې مياشتې له ١٦ نېټې څخه نژدی اووه سوه افغان سرتيريو په بيړنۍ توګه دغه ولايت ته ليږل شوي چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره له ملی پوځ او ځواکونو سره مرسته وکړي.

په همدی وخت کې نړيوالې ټولنې د کندهار په سيمه کې خړپړې وضعې ته پراخه

پاملرنه کړې.د خبر له مخی د افغانستان حکومت اوس مهال د وسله والو طالبانو له سترو ګواښونو سره مخامخ دی چې ښايی کندهار هرکله د طالبانو له خوا ونيول شی.د نړيوالې ټولنې د پراخې انديښنې په وړاندی د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدزاده د جون په ١٧ نېټه په يوه خبری ناسته کې وويل (اواز..........) د کندهار وضعه چې پخوا می ويلی و، د ملی پوځ تر کنترول لاندی ده .دوی اوس په وروستيو ورځو کې د رامنځته شويو امنيتی مسئلو د حل لپاره پوځی عمليات تر سره کوي .ويل کيږي چې په کندهار کې د رامنځته کيدونکيو پېښو په هکله د خبری رسنيو خبرونه له واقعتونو سره سمون نه لري.

د طالبانو د له منځه وړلو په موخه د افغانستان د ملی پوځ او د ناتو په مشرۍ د نړيوال امنيت ساتنې ځواکونو د پوځی عملياتو په هکله د چين د ټولنيزو علومو اکاډمی د أسيا او أرام سمندر څانګې کارپوه اي های لين وويل دغه عمليات نه يوازی له دی سره اړيکی لري چې د طالبانو بريدونه د افغانستان امنيتي وضعې ته ګواښونه رسولي بلکی د افغانستان په هکله د امريکا له تګلارې سره هم اړيکي لري.د ده په أند امريکا د بوش حکومت د ماموريت د پای ته رسيدو په وخت کی هيله لري چې د افغانستان مسئلې د حل لپاره ښې لارې چارې ومومي، نو بايد په دغه هېواد کې امنيتی وضعه ښه کړي.

(اواز.........)امريکا د دغې موخې د تر سره کولو لپاره له نژدی مودې راهيسی په افغانستان کې ځينی تګلارې خپرې کړې مثلأ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو قوماندان يې بدل کړی دی.له دی څخه څرګند شوی چې ناتو، امريکايی پوځ او د افغانستان ملی پوځ به په نژدی راتلونکی کی پر طالبانو باندی يو لوی پوځی عمليات تر سره کړي.

خو د طالبانو له منځه وړل يو اسان کار نه دی .د نوموړي په أند د طالبانو له خوا له نابرابرو جنګي لارو چارو ملی پوځ او د څو هېوادونو ځواکونو ته رسولی ګواښونه د پخوا په پرتله زيات شوي دي.د بېلا بېلو لاملونو له امله امکان نه شته چې په يو پوځی عملياتو کې ټول طالبان ووژل شی او يوازی په لنډمهالي توګه وځپل شی.

د دغو لويو پوځی عملياتو په وړاندی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جون په ١٥ نېټه وويل چې که وسله وال عناصر له پاکستان څخه افغانستان ته ننه ووځي او افغانان او ائتلافی ځواکونه ووژي، نو افغانستان هم د ځان دفاع حق لري او د دغه هېواد امنيي ځواکونه به پر وسله والو عناصرو باندی د بريدونو لپاره له افغانستان څخه پاکستان ته ننه ووځي.د ولسمشر حامد کرزی د دغې خبرې له امله په پاکستان کې زيات غبرګونونه رامنځته شوي دي.