<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-19 18:35:10    
د اسيايي او اروپايي هېوادونو پارلمانونو تر منځ د همکارۍ د پنځمې دورې غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايی او اروپايی هېوادونو پارلمانونو تر منځ د همکارۍ د پنځمې دورې غونډه د جون په نولسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګ ګوه په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.

دغه غونډه دری ورځی دوام لري او د اسيا او اروپا تر منځ د همکاری پياوړتيا او د ګډ پرمختګ پرمخبيولو تر سرليک لاندی تر سره کېږی. ښاغلي وو بانګ ګوه دغه سرليک وستايه. هغه وويل د اسيا او اروپا تر منځ د همکارۍ پياوړتيا د اسيايی او اروپايی هېوادونو د وګړيو د ګډې علاقې وړ مسئله ده او زموږ غونډه تر دغه سرليک لاندی تر سره کېږی يعنی د نړۍ پرمختګ له تمايل او د اسيايی او اروپايی هېوادونو د وګړيو له هېلو سره سمون خوري او د اسيا او اروپا د ګډې سمسورتيا لپاره ستر اهميت لري.

دغه غونډه په ١٩٩٦ کال کې جوړه شوه او موخه يې د اسيايی او اروپايی هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم پياوړتيا ده. له دوولسو کلونو راهيسی د دغې غونډې د غړيو هېوادونو شمېر له شپږويشت څخه دری څلويښتو ته زيات شوی او څلور غونډې يې تر سره کړې او ډېر ګډ سندونه يې هم خپاره کړې چې د يو شمېر نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په اړه يې ګډ دريځ څرګند کړی او د اسيا او اروپا تر منځ د دغې غونډې د بهير لپاره فعال رول لوبوي.

ښاغلي وو بانګ ګوه وويل اوس دغه غونډه د پخېدو په حال کی ده او ورځ په ورځ د غړيو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د تبادلې، همکاری او باور د پياوړتيا لپاره يې يوه ښه زمينه برابره کړی ده او هغه پراخه راتلونکی لري. نو ځکه نوموړي د دغې غونډې د راتلونکي پرمختګ په اړه خپل وړانديزونه وکړل. ده وويل دغه غونډه بايد د غړيو هېوادونو د پام وړ سوضوعاتو غور وکړي، بايد د عادلانه سلامشورې پر بنسټ په ښه توګه د غړيو هېوادونو تر منځ توپيرونه ليری او په پر له پسی توګه د دوی ګډې ګټې پراخې کړي.

ښاغلي وو بانګ ګوه په خپله وينا کې د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې د ژغورنې د کارونو په هکله هم معلومات وړاندی کړل. هغه وويل د چين حکومت د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته سمدلاسه اغېزمن تدبيرونه نيولی او له کنډوالو څخه يې شپږ زره او پنځه سوه تنه وګړي ژغورلي، په وختی توګه يې د يو مليون او اوه سوه زره تنو ټپيانو درملنه کړی او پنځلس مليون زلزله ځپلی وګړي يې لنډمهالو پناه ځايونو ته ليږدولي دي.

په چين کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، نړيوالې ټولنې په فعاله توګه له چين سره مرستې کړې او د چين پياوړی ملاتړ يې وکړ. ښاغلي وو بانګ ګوه په دې اړه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب له نړيوالې ټولنې څخه مننه وکړه.