<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-19 18:52:41    
هوانګ پو جيانګ سيند

cri

چين د نړۍ د اعلانونو چارو د چټک پرمختګ يو لوی بازار ګرځېدلی چې بېلا بېلې خبري رسني يې نه يوازې شاوخوا يو مليارد نندارچيان ، اورېدونکي او لوستونکي لري، بلکې د اعلانونو کلني عايدات يې ١٤٠ مليارده يوونو ته رسېدلي دي.

په بېړۍ کې تر ګرځېدا وروسته د ماښامنۍ لپاره سيند ته څېرمه خوړنځي ( رستورانت ) ته لاړو. زه له درېو نورو ملګريو سره جلا مېز ته کېناستم چې يوازې سابه وخورو. په چين کې تر ډوډۍ مخکې شين چای راوړي، بيا پسې ډوډۍ هر څه يوه پلانه راوړي، رنګا رنګ خواړه جوار ( وږي يا دانې )، خرمېړي ، ډول ډول سابه ، کباب، سمندري چينجي، هګۍ ( ډول ډول پخې شوې )، وريجې ( چې يوازې په اوبو کې اېشول شوې وي )، رنګارنګ پخه شوې غوښه يو په بل پسې تر هغه راوړي چې له مېز پاڅېدلی نه يئ . دا هر څه لږ اندازه راوړي، نو ښايی چې له هر څه لږ لږ وخوري . ويل کېږي پخوا زمانو کې چې کله په چين کې قحطي راغله، نو واکمن د خوراکي موادو د خلاصون له وېرې حکم وکړ چې د سابو ( ډول ډول ګياوو ) په ګډون هر څه بايد د خوراک لپاره د استفادې وړ وي او ښايي لږ لږ وخوړل شي، په دې توګه به خوراکي مواد ډېر او ژر به خلاص نه شي.

تر ډوډۍ خوړولو وروسته چې کله بس ته وختلو، ټرېسي وويل : د ملغلرو ختيز څلي ته ځو په چيني ژبه دغه څلي ته دونګ فانګ مينګ جو وايی.

د ملغلرو ختيز څلی ( دونګ فانګ مينګ جو )

د ملغلرو ختيز څلی Oriental Pearl TV Tower په پو دونګ پارک کې جوړ شوی دی. څلی په شمال ختيز کې د يانګپو پله په وسيله او په سوېل ختيز کې د ننپو پله په وسيله چاپېر شوی ، چې د يوه جوړه انځور جوړوي. دغه څلی ٤٢٨ متره ( ١٥٣٦ فټه ) لوړ دی، چې د نړۍ درېيمه نومره لوړ راډيو تلوېزيوني څلی دی . لومړی لوړ څلی د کاناډا په تورنټو ښار کې دی او دوهم يې د روسيې په ماسکو ښار کې جوړ شوی دی.

د څلي د نژدې کتو او بره ختو لپاره ټيکټ ٥٠ يوونه دی چې درې نيم سوه افغانۍ کېږي. موږ د دغه څلي ٢٦١ متره لوړې برخې ته په لېفټ کې پورته شوو. لېفټ ډېر ګړندی پورته کېده، دغه لېفټ په يوه ثانيه کې اووه متره لوړ ځغلي او يو وخت ٥٠ کسان پورته کوي. لېفټ ته د انګريزي يوه بله کلمه هم ليکل شوې. سره له دې چې لېفټ هم انګريزي کلمه ده، خو دلته دا کلمه ډېره کارول کېږي. دغه لېفټ دومره ګړندی دی لکه الوتکه چې په چټکۍ پورته کېږي، د ځينو په غوږونو کې لکه چې کړنګا شوه، غوږونو ته يې لاسونو يووړل بيا هر يوه ويل چې غوږونه مې ډپ شول.