<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-19 19:41:52    
د سوک وهلو ښوونکی ښاغلی ابليکيم

cri

 د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د شين جيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د سوک وهلو ښوونکی ښاغلی البيکيم په اړه يو څه معلومات وړاندی کړو.

ګرانو دوستانو! د شين جيانګ د سوک وهلو په ټولنه کې ښاغلی البيکيم ډېر مشهور دی. دی له ١٩٩٤ کال راهيسی د دغې سيمې د سوک وهونکو په ډله کې ١٤ کلونه کار کړی دی. د دغې ډلې ګڼ شمير لوبغاړو د ده په لارښوونه د هيواد په بېلابېلو کچو اتلواليو او سپورټی لوبو کې څه دپاسه ٤٠ مډالونه ترلاسه کړي دي. د چين د سوک وهلو ډلې د روان کال په اګيست کې د بيجينګ اولمپيک سپورټی لوبو کې د ګډون لپاره لس څوکی ترلاسه کړې چې دری تنه لوبغاړی يی د ښاغلی ابليکيم له ډلې څخه دی.

په ١٩٩٤ کال کې ښاغلی ابليکيم د شين جيانګ د سوک وهونکو ډلې يو ښوونکی شو او د شين جيانګ د سپورټی چارو له ادارې سره يی ژمنه وکړه چې هر کال په ملی سپورټی لوبو کې يو طلايی مډال ترلاسه کړي.. له دې وروسته د شين جيانګ د سوک وهونکو ډلې په هره سيالی کې څه دپاسه يو طلايی مډال ترلاسه کړی دی. ښاغلی ابليکيم د دغو برياليتوبونو د يادونې په وخت کې وويل:

د شين جيانګ د سوک وهونکو ډله هرکال طلايی مډالونه ترلاسه کوي د دې ترڅنګ دغو لوبغاړو د أسيايی حتی نړيوالې اتلولۍ مډالونه هم ترلاسه کړی دی. ما فکر وکړ چې روان کال د بيجينګ اولمپيک سپورټی لوبې د يوې پېړۍ يو ښه فرصت ګڼل کېږی. که موږ د هيواد په ليری سيمه کې د ملی لږکيو په توګه په دغو لوبو کې ښه

برياليتوب ترلاسه کړو او زموږ د برياليتوب له امله په سپورټی لوبو کې د هيواد ملی بيرغ اوچټ شی، دا به د ډېر لوی وياړ خبره وی .

د شينجيانګ د دغې ډلې له خوا د دومره ښو برياليتوبونو ترلاسه کولو راز په اوږده موده کې د دوی له سختې روزنې او تمرينونو سره تړاو لری . ښاغلی ابليکيم د لوبغاړو د روزلو په اړه يوه ځانګړې لار لری. د بېلګې په توګه څټک وهل يوه سخته روزنه ګڼل کيږی. زده کوونکی يی په ورځنی روزنه کې په پنځه يا شپږ کيلوګرامه څټک سره د موټر لوی څرخ وهی چې خپل ځواک پياوړی کړي. ښاغلی ابليکيم په دې اړه وويل:

دغه روزنه په عمده توګه د لوبغاړو د ملا ځواک پياوړی کوي. خو د سوک وهلو روزنه پيچلی ده. ځواک پياوړی کول د روزنې يوه مهمه برخه ده خو که په دې اړه ډېره روزنه وکړي نو لوبغاړی به شخ وی او په چټکه او سپکه توګه سوک نه شی وهلی. نو ډيرې يا کمه اړونده روزنه د يو شان حالت لپاره ښه نه ده. نو موږ بايد د روزنې په اړه يوه ځانګړې لار ولرو. دغه مهارت کلتور نه شی ويلی خو يوه ځانګړی لار يا فکر دی.

د شين جيانګ د سوک وهونکو ډلې په دې وروستيو کلونو کې د سيستم لرونکو او علمی روزنو له امله چټک پرمختګ کړی دی. ښاغلی ابيلکيم د دومره زياتو کلونو په موده کې د خپلو کارونو د يادونې په وخت کې وويل چې ما په تېره زمانه کې يو شمېر تېروتنې هم کړې خو په عمده توګه ويل کيږی چې د شين جيانګ د سوک وهونکو ډله ښه کيږی.

د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبې رانژدی کيږی. ښاغلی ابليکيم او زده کوونکی يی دغو لوبو ته سترګې په لار دي. دوی اوس د خپلې روزنې او تمرينونو چارې هم پياوړی کوي او هيله لري چې د شين جيانګ د لوبغاړو په استازيتوب ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي. هغه وويل:

دا په تاريخ کې د يادونې وړ کار دی چې د شين جيانګ سوک وهونکی په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي. زه ډېر خوشحاله يم چې په دومره زياتو کلونو کې زما کارونه اغېزه کوي. زه ډېر احساساتي او خوشحاله يم.

په نژدی راتلونکی کې به ښاغلی ابليکيم له خپلو زده کوونکو سره يو ځای په اړوندو سياليو کې د ګډون لپاره د امريکا او قرغزستان په ګډون نورو هيوادونو ته سفر وکړي.ابليکيم هيله لري چې په اګيست کې د بيجينګ په اولمپيک سپورټی لوبو کې د خپلو کوششونو له لارې له خپلو زده کوونکو سره د سوک وهلو په سيالۍ کې د لومړی مقام پر ځای ودرېږي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !