د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې مشر وو بانګ ګوو د جون په نولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د بيارغونې کارونه روان دي او حالات يې ثابت دی چې د چين په ترڅ کې زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې په کارونو کې پړاو په پړاو برياليتوب تر لاسه کړی دی.
ښاغلي وو بانګ ګوو دغه خبره د اسيايې او اروپايې هېوادونو پارلمانونو ترمنځ د همکارۍ په غونډه کې وکړه.
نوموړي زياته کړه چين په دغو کارونو کې د اسيايې او اروپايې هېوادونو په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو او خلکو زياتې مرستې تر لاسه کړي دي. هغه د چين د خلکو او حکومت په استازيتوب له نړيوالې ټولنې څخه مننه وکړه.