<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 17:20:48    
يوه ځانګړی مېلمستيا

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د جون د ١٩ نېټې په ماښام کې په پاکستان کې د چين په سفارت کې د دوستۍ فضاخوره وه او د چين د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې په کارونو کې د پاکستانی دوستانو له مرستو څخه د مننه څرګندولو لپاره يوه ځانګړی مېلمسيتا خوړه شوې وه.

په چين کې د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې له سختې زلزلې وروسته د پاکستان حکومت او خلکو زلزله ځپلو سيمو او وګړيو ته ډېره پاملرنه وکړه او دغه راز د دغه هېواد ولسمشر او صدراعظم په جلا جلا توګه د چين مشرانو ته د خواخوږۍ څرګندولو پيغامونه واستول او د مرګ ژوبلې په اړه د خواشينی څرګندولو لپاره په پاکستان کې د چين سفارت ته ولاړل، په همدی وخت کې د پاکستان حکومت په لنډه موده کې د چين زلزله ځپلو سيمو ته شل زره کيږدۍ او نور مرستندويه توکي وليږل.د پاکستان د کورنيو چارو وزيرغوندل د دغې مېلمستيا د عمده مېلمن په توګه له چين سره د دغه هېواد د مرستو د يادونې په ترڅ کې پر ډېره کيسه توګه ويل (اواز..........) ټولو ته معلومه ده چې د پاکستان او چين ترمنځ دوستی اوږد تاريخ لري.د چين د دغې ستونزې په وړاندی د پاکستان حکومت او خلک زمونږ د چينی ورو ته د مرسته ور کولو مسئوليت لري، خو زه هم په دی پوهيږم چې دغه ملاتړ ډېر لږ دی، مونږ هيله لرو چې د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره لازيات کارونه تر سره کړو.

د پاکستان د طبی ډلې مشر حبيب د ډلې له نورو غړيو سره په دغه مېلمستيا کې

ګډون درلود چې همدا اوس د چين د ګان سو ولايت له زلزله ځپلو سيمو څخه بيرته خپل وطن ته ستون شوی و.د ٢٨ تنو په ګډون دغې ډلې د مې په ٢٧ نېټه ګـڼ شمېر طبی تجهيزات او درملونه چين ته له ځان سره راوړلي او زلزله ځپلو سيمو ته يې د رسيدو په دوهمه ورځ کې په چټکې سره د ژغورنې په کارونو کې برخه واخيسته.د دغې ډلې کارکوونکيو په هغو ١٦ ورځو کې چې د چين په زلزله ځپلو سيمو کې پاتی شوي، هره ورځ د ١٢ ساعتو لپاره کار کاوه چې نژدی د زر تنو چينی وګړي درملنه يې وکړه.د جون په لومړی نېټه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ور سره ليدنه وکړه چې پر ښاغلی خبيب يې ژوره خاطره وکړه.هغه وويل (اواز...........)د چين د دولت رئيس هو جين تاو زمونږ له طبی ډلې څخه ليدنه وکړه چې دا زمونږ د کارونو ډېره لوړه ارزونه وه چې نه يوازی مونږ ټول ډېر وياړ وو بلکی ډېره لوړ پوړي جايزه هم وه چې هر پاکستانی غواړي تر لاسه يې کړي.

د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې مشر قريع هم په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود او د دغې زلزلې د پېښېدو پرمهال يې د چين د سره صليب ټولنې په بلنه له چين څخه ليدنه وکړه. نوموړي دغې ټولنې ته وويل د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره له زلزله ځپلو سيمو سره مرسته وکړي(اواز............) د دغه بد خبر له اوريدلو وروسته مې سمدلاسه د چين سره صليب ټولنې ته وويل مونږ غواړو چې چين ته کيږدۍ، ډاکتران او درملونه برابر کړو. بيرته پاکستان ته له راستنېدو وروسته مې دری زره کيږدۍ راغونډ کړي چې تر اوسه پوری ټولې کيږدۍ د چين سه چوان ولايت ته رسيدلي دي.

تر اوسه پوری د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې زلزله ځپلو سيمو ته پنځوس زره

امريکايی ډالرو بسپنه او ٣٣٠٠ کيږدۍ ور کړي دي.

نه يوازی د حکومت چارواکيو بلکی عامو وګړيو هم تر خپلې وسې پوری د چين له خلکو سره مرسته کړې ده.لږه موده مخکی د چين صدراعظم ون جيا باو يو ځانګړی پيغام تر لاسه کړی چې د پاکستان د سوبه سرحد ولايت له يو کوچنی کلۍ څخه راغلی او د زر روپۍ ور کولو اود ځينو اردو ليکونو له لاری يې د چين له زلزله ځپلو سيمو سره د مرستې هيله څرګنده کړې وه.

په پاکستان کې د چين لوی سفير لو جاو هوي په مېلمستيا کې د زړه له کومی وويل (اواز.............) د پاکستان حکومت او خلکو د ستونزې په وړاندی ريښتينی احساسات څرګند کړي دی، نو زه د دغې مېلمستيا له لاری د چين د حکومت په تېره بيا د چين د زلزله ځپلو وګړيو په استازيتوب د پاکستان د حکومت او له خلکو څخه ډېره مننه څرګندم.