<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 18:37:06    
په چين کې د کلتوري ميراثونو ورځې د يادونې لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره شوی

cri

د جون ١٤ نېټه په چين کې د کلتوري ميراثونو درېيمه ورځ ده. هر کال د دغې ورځې په ترڅ کې د چين د کلتور وزارت او د بېلا بېلو کچو کلتوري څانګې ډول ډول فعاليتونه تر سره کړی چې د دوديز کلتور په اړه د وګړيو پوهاوی پياوړی شي. روان کال د زلزله ځپلي سه چوان ولايت هنرمندانو هم په بېجينګ کې ځانګړی ننداری وړاندی کړی چې ددوی ټينګ باور ورڅخه څرګندېږي. په بېجينګ ښار کې د سلو نندارتونونو او فعاليتونو له امله د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د چين د لرغونی کلتوري ميراثونو په اړه معلومات تر لاسه کړی.

د چين د کلتوري ميراثونو ورځ په ٢٠٠٦ کال کې رامنځته شوه . د چين حکومت د کلتوري ميراثونو د ساتنی او د لرغونی کلتوري ميراثونو په اړه د چينايانو پوهاوی د پياوړتيا لپاره پرېکړه وکړه چې د هر کال د جون دوهم شنبی د کلتوري ميراثونو د ورځې په توګه ولمانځي.په ٢٠٠٦ کال کې د ميراثونو له لومړنۍ ورځ راهيسی د بېلا بېلو کچو حکومتونه د دغې ورځې په ترڅ کې ډول ډول فعاليتونه تر سره کوی چې وګړي يې راجلب کړي.

په روان کال کې د کلتوري ميراثونو ورځ له تېرو کلونو سره توپير لري. د می په ١٢ نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې د سر او مال پراخ زيانونه رسېدلی او زيات شمېر کلتوري ميراثونه هم ويجاړ شوی دی. په سختو مصيبت ځپلو سه چوان ، شان شي او ګان سو ولايتونو کې غنی کلتوري ميراثونه شته . د چين د تاريخی اثارو د اداری مرستيال دونګ باو هوا خبريالانو ته وويل په مصيبت ځپلو سيمو کې د تاريخی اثارو زيات شمېر يونيټونه زيانمن شوی دی.

په زلزله ځپلو سيمو کې د نامادی کلتوري ميراثونه هم له سختو زيانونو سره مخامخ شوي ، په سه چوان ولايت کې د نامادی کلتوري ميراثونو لسګونه زره توکي او ٤ ځانګړی موزيمونه ويجاړ شوی دی. په چين کې د چيانګ قوم د يوازنۍ خپلواکی ولسوالۍ يعنی د بېچوان ولسوالۍ مرکز د زلزلې له امله نژدی له منځه تللی دی.

د چين د کلتور وزارت مرستيال جو هه پينګ له زلزلې وروسته مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ چې په کې د زيانمن شويو کلتوري ميراثونو حالاتو پلټنی کړی.

د چين د کلتور وزارت د کلتوري ميراثونو ورځ د لمانځلو لپاره ٤٦ ځانګړی ننداری وړاندی کړی. د چين د هنر انسټيټوټ مرستيال جانګ چينګ شان وويل په پيل کې د مصيبت ځپلي سه چوان ولايت د هنرمندانو ننداری پوره ملی ځانګړتيا لري چې زيات شمېر وګړي يې ورجلب کړی دی.