<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 18:41:28    
وو بانګ ګوه د اسيايی او اروپايی هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د همکارۍ غونډې د بېلا بېلو پلاويو له مشرانو سره وکتل

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګ ګوه د جون په نولسمه نېټه په بېجينګ کې د اسيايی او اروپايی هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د همکارۍ د پنځمې دورې غونډې د بېلا بېلو پلاويو له مشرانو سره وکتل.

ښاغلي وو بانګ ګوه وويل چين د اسيا او اروپا تر منځ د همکارۍ ټينګ ملاتړ کوی او په فعاله توګه پکی ګډون کوی. چين غواړي په سوله ايزه توګه د ګډ ژوند پنځو ګونو اصولو پر بنسټ په پر له پسی توګه له اسيايی او اروپايی هېوادونو سره دوستانه اړيکی ټينګې کړي او د اسيا او اروپا تر منځ د همکاری د پرمخبيولو لپاره فعال کوششونه وکړي.

ښاغلي وو بانګ ګوه په دغه غونډه کې د رومانيا، بلغاريا، هند، پاکستان او مغولستان د غړيتوب تر لاسه کولو په اړه مبارکې وويله.