<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 18:44:21    
تبتي ليکوال امي

cri

د چين په سه چوان ولايت کې له سختې زلزلې وروسته ټولو هېوادوالو زلزله ځپلو سيمو او وګړيو ته د مرستې لاسونه اوږده کړي دي . تبتي ليکوال امي او نورو نهو مشهورو ليکوالو هم خپل چاپ شوي کتابونه وپلورل چې له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې لپاره پيسې راټولې کړي..

ښاغلي امي په ١٩٥٩ کال د سه چوان ولايت په شمال لويديځ کې د ابا په نامه د يوې تبتي سيمې په وارکان ولسوالي کې زېږېدلی دی . د تير می په دوولسمه نېټه ښاغلي امي په چن دو ښار کې و او د سختې زلزلې د يادونې په وخت کې يې وويل زلزله ډېره سخته او زما له اټکل څخه وتلې وه . زما يو ملګري له ګوانګ جو ښار څخه د ګرځند تيلفون له لارې يو لنډ پيغام راکړ او د زلزلې په هکله يی پوښتنه وکړه . ما ور ته وويل زما احساس دا و چې لکه په کښتۍ کې له سخت باد سره مخامخ شوي يم . له زلزلې وروسته له زيات شمير ميړنيو وګړيو او الهام بښونکو پيښو څخه ډېر متاثر شوم چې له امله مې غوښتل د خپل توان په اندازه له زلزله ځپلو وګړيو سره مرسته وکړم . نو له بل سه چواني ليکوال سره می د کتاب ليکلو له لارې تر لاسه شوي يوه اندازه ګټه او له ټولنې څخه راغونډې شوي پيسې زلزله ځپلو سيمو ته وليږلې چې د ښوونکيو ترميمولو لپاره ولګول شی. ځکه چې په دغه سخته زلزله کې زيات شمير ښوونځي نړيدلي دی . برسيره پر دې زلزله ځپلې سيمه زما ټاټوبی دی .

ښاغلي امي په داسی کور کې زيږيدلی دی چې مور يی تبتي او پلار يی د هوي قوم مسلمان دی. هغه د مارکان له دارالمعلمين پوهنځي څخه تر فراغت وروسته د پنځو کلونو لپاره د کليوال ښوونکي په توګه په دنده وګمارل شو او اوس د خيالي نړۍ په

نامه د يوې مجلې مسئول مدير دی . ده زيات شمير داستانونه ، اثرونه او د شعرونو مجموعه چاپ کړيدي . د لويدلو دوړو په نامه دده لخوا ليکل شوی يو ناول چې د غلامۍ نظام د له منځه وړلو مخکې د يو ځايی مشر ژوند يی ترسيم کړی ، په دوه زرم کال کې د چين لومړی لوي ادبي جايزه تر ګوتو کړه . د يو تبتي ليکوال په توګه امي که څه هم په ښار کې اوسيږي ، خو کله کله بيرته خپل ټاټوبي ته ځي چې د خپل ادبي خلاقيت لپاره اړوند معلومات راغونډ کړي. ښاغلي امي د خپلو قومي وګړيو هيلو او ددوی د طبيعي ژوند بدلونونو ته هم زياته پاملرنه کوی . دده يوه لويه هيله دا ده چې له سلو کلونو راهيسې د تبتي سيمې او وګړيو د ټولنيزو بدلونونو په هکله يوه کسيه يا ناول وليکي.