<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 18:45:39    
چين د اولمپيک لوبو په موده کې د ترانسپورتي اړتياوو د پوره کولو لپاره کوششونه کوی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په وروستيو کلونو کې په بېجينګ کې د موټرونو شمېر د ګړندی زياتوالی په حال کی وی او په ترانسپورتي حالت يې ډېر فشار رسولی دی. د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره دغې مسئلې کورنۍ او بهرنۍ پاملرنې راجلب کړی چې ايا د بېجينګ ترانسپورت د اولمپيک لوبو په موده کې ترانسپورتي اړتياوې پوره کولای شي که نه. د چين د ترانسپورت وزارت وياند هه جيان جونګ د جون په نولسمه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه وويل دوی به د بېجينګ اولمپيک لوبو د سياليو ترانسپورتي اړتياوو د پوره کولو لپاره ډېر تدبيرونه ونيسی.

د يوې شمېرنې له مخې، اوس په بېجينګ کې د اوسېدونکو شمېر پنځلس مليون تنو ته رسيږي او د موټرونو شمېر د لس کاله مخکې له يو مليون څخه اوسنی دری مليونو ته رسيدلی او هره ورځ يې په شمېر کې زر نور هم زياتېږی. دا د بېجينګ پر ترانسپورت ډېر فشارونه اچوي دي. ښاغلي هه جيان جونګ وويل بېجينګ به د اولمپيک لوبو په موده کې د سياليو ترانسپورتي اړتياوو د پوره کولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسی. ده وويل (اواز١)

لومړۍ د اولمپيک سياليو اړوندو لارو د پيسو راغونډولو مرکزونو په ګډون خدمتی سيمو کې کارکوونکی د انګليسی ژبی او حتی د ګونګی ژبې په برخو کې ځانګړی تمرين کړی دی. دوهم د اولمپيک لوبو سياليو په ټولو اړوندو لارو کې بی خنډه تاسيسات

ځای پر ځای شوی چې په عادي توګه د دغو لارو کارولو ضمانت وشي. درېيم د اولمپيک لوبو سياليو په ټولو اړوندو لارو کې ښې زمينې او څرګندې نښې موجودې دي. زما په اند، په دغو برخو کې زموږ کارونو د اولمپيک لوبو سياليو ترانسپورتي اړتياوو د پوره کولو لپاره اغېزمنې تياريانې نيولي دي.

د معلوماتو له مخې، بېجينګ په وروستيو پنځو کلونو کې د ترانسپورت بنسټيزو تاسيساتو د ښه والی لپاره يو سل او لس مليارډ يوانه لګولی دي. لومړی يې عامه ترانسپورتي چارو ته پرمختيا ورکړی چې د عامه ترانسپورت او د بسونو ځانګړو لارو په برخو کې يې ډېرې پيسې لګولې او ستر ځمکنی ترانسپورتي سيستم يې جوړ کړی دی.

پر دې سربيره د بېجينګ اولمپيک لوبو له پرانيستنې مخکې به په بېجينګ کې د پټلۍ لرونکو ترانسپورتي لارو شمېر اوو ته ورسيږي او عمومی اوږدوالی به يې نژدی دوه سوه کيلو مترو ته ورسيږي. د بېجينګ مترو د اولمپيک لوبو کرښه به د مرغانو ځالې په نامه د دولتی سپورتي ډګر او د اوبو معکب په نامه د لامبو وهلو د دولتی مرکز څخه تېره شي چې په مستقيمه توګه د اولمپيک لوبو خدمتونه وکړي.

اټکل کېږی چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په موده کې به د بېلا بېلو هېوادونو شپږ سوه زره تنه لوبغاړي، چارواکي او نندارچيان بېجينګ ته راورسيږي. د بېجينګ د ترانسپورت ادارې کمېټې مشر ليو شياو مينګ وويل دوی د اولمپيک لوبغاليو ته د بسونو څلوردېرش ځانګړی لارې ټاکلی چې د نندارچيانو لپاره خدمتونه برابروي. نندارچيان د خپلو ټيکټونو په وسيلې په وړيا توګه له يو شمېر عامه ترانسپورتي

تجهيزاتو څخه استفاده کولای شي. ده وويل (اواز٢)

د سياليو مهالوېش له مخې د عامه ترانسپورت پر اړين تنظيم او ضمانت سربيره مو د اولمپيک د بسونو څلوردېرش ځانګړی لارې ټاکلی دی. دغه بسونه به د اولمپيک لوبو سياليو د ترتيب له مخې ګام په ګام وکارول شي چې نندارچيانو ته اړين خدمتونه برابر کړي.

د معلوماتو له مخې د چين ترانسپورت وزارت به د اولمپيک لوبو په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه اته سوه او لس داوطلب موټرونه راغونډ کړي چې اړين خدمتونه تر سره کړي. پر دې سربيره، بېجينګ به اولمپيک لوبو په موده کې په شپه کې د بسونو لارې پرانيزي چې د بسونو يوه څلورويشت ساعتنۍ شبکه جوړه شي.