د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د برېښنا شبکې دولتي شرکت د جون په شلمه نېټه د معيوبينو اولمپيک لوبو ته د بی خنډه ترانسپورتي خدمتونو د برابرولو لپاره دری زره څرخي څوکی ور کړی چې د پلازمېنې هوايی ډګر، د ملګرو ښارونو د هوايی ډګرونو او د تياريانو هوايی ډګرونو په شمول په لسو ملکي هوايی ډګرونو کې به وکارول شي.
اړوندو کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې دغه تاسيسات به په بنسټيزه توګه د اولمپيک لوبو د اړوندو هوايی ډګرونو اړتياوې پوره کړي. دا وخت له دې څخه څرګندېږی چې د چين په ملکي هوايی ډګرونو کې د بی خنډه تاسيساتو سويه نوی پړاو ته رسيدلی ده.