<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 18:47:47    
د اروپايی ټولنې د سرمشريزې غونډې په لومړۍ ورځ د لسيبون تړون په شمول پر ګډو مسئلو اړه بحث وشو

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايی ټولنې دوه ورځنۍ سرمشريزې غونډې د جون په نولسمه نېټه د ليسبون تړون، د نفتو او غلودانو د لوړې بيې په اړه بحث وکړ، خو رسمی نتيجه به د روانې مياشتې په شلمه نېټه د غونډې له پای ته رسېدو مخکې خپره شي.

د اروپايی ټولنې د نوبتی رئيسه هېواد سلاونيا صدراعظم جانيز جانسا د جون د نولسمې نېټې په شپه خبريالانو ته وويل د اروپايی ټولنې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو په همدی ورځ دا منظوره کړه چې سلواک په راتلونکی کال کې د يورو په سيمه کې ور ګډ شي چې له مخې يې د يورو استعمالونکی شپاړسم اروپايی هېواد وګرځي.

نوموړي وويل په غونډه کې ګډون کوونکيو د ايرلند لخوا د لسبون تړون د ردولو لامل او اغېزه واورېدله او د اړوندو لايحو په اړه يې بحث وکړ. هغه وويل د دغه تړون د پلی کولو وخت ځنډول به د اروپايی ټولنې پر پراختيا منفی اغېزه و نه کړي.