<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 19:43:42    
په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په پروګرام کې ګډون کوونکي افغانان

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو زه خوشحال تايب مو ددغه پروګرام اورېدو ته په سلامونو رابولم هيله ده چې ننني راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ وګرځي،خوږو او محترمو دوستانو تېره ورځ مې له دوه تنو افغانانو سره چې د لنډ مهاله زده کړو لپاره دلته بيجينګ ته راغلي و ، مرکې درلودې ، چې په چين کې مې د هغوی د کار کړنو او فعاليتونو او له هغوي سره د چينايانو د چال چلند او د هغوی د بيلابېلو انګېرنو په هکله پوښتلي چې دهغوي خبرې به په وار سره تاسو درنو اورېدونکيو ته هم وړاندې کړم ، لومړی کس يې سيف الدين غفوري نومېده چې د افغانستان د کليو اوپراختيا له وزارت څخه دلته راغلی و .

د ښاغلي سيف الدين په وينا دغو دوه اونيزو زده کړو ته د چين د ماليې وزارت په بلنه راغلی و ، چې سر ليک يې و( د بې وزلۍ له منځه وړل )،او د افغانستان،چين،پاکستان ، بنګله ديش،سريلانکا او نيپال هيوادونو استازو ګډون پکې درلود.

ښاغلی سيف الدين غفوري وايي دوي ته د زده کړو تر څنګ د چينايانو لخوا له نږدې څخه هغه لاس راوړنې هم وښودل شوې چې چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په لار کې درلودلي دي،دی زياتوي : غږ ترک ١٩ ژباړه

موږ ته معلومات راکړل شول چې مخکې په هغو سيمو کې خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ و،او په هغو کليو کې خلک ډېر بې وزلي و.

ښاغلی غفوري وايي موږ د خپل سفر په ترڅ کې يو کلي ته ولاړو، د کلي مشر موږ ته وويل چې مخکې يې خلک له سختې بې وزلۍ سره لاس او ګريوان و، خو ددوي په کلي کې ډبرين غرونه شته، او دوی له غرونو څخه د ډبرو د را ايستلو او هغو ته د بيلابېلو بڼو ورکولو له لارې وکولای شول ، پخپل اقتصادي حالت کې د پام وړ ښه والی راولي،موږ ډېر نور کلي هم وليدل چې پخپل زيار او د ډول ډول مهارتونو په کارولو سره يې له بې وزلۍ څخه ځان ژغورلی و ، په تېره بيا ډېرې کرنيزې لارې چارې يې غوره کړي دي ، چې په دې کار کې د خلکو د زيار او هڅو تر څنګ د دولت همکاري هم خپل مهم رول لوبولی دی :

ترک ٢١ ژباړه

تر هغه ځايه چې موږ وليدل د چين حکومت له خلکو سره ډېره مرسته کړې او کوي يې، د خپل هېواد په هره برخه کې بې وزلو کسانو ته د مرستې لاس ور اوږدوي .تر څو وکړای شي د هغوي په ژوند کې مثبت بدلونه رامنځ ته کړي ، که هغه په ډېره لوړه کچه مرسته نه وي ، نو دې ته يې هم نه پريږدي چې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان و اوسي .

دا مهال ګڼ شمېر افغانان په مختلفو څانګو کې د زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته ځي ، او هڅه کوي چې خپلې زده کړې تجربې په خپل هيواد کې په عملي توګه پلې کړي،ښاغلی سيف الدين غفوري وايي، دی هم غواړي هغه څه يې دلته په چين کې زده کړي ، په عملي توګه په افغانستان کې پلي کړي:

ترک ٢٢ ژباړه

موږ غواړو هغه څه مو چې دلته زده کړي د افغانستان په کليو او بانډو کې خلکو ته ورزده کړو ،تر څو د هغوی د ژوند کچه هم لوړه او له بې وزلۍ څخه خلاصی ومومي .چې پدې کار کې د افغانستان د دولت مرستو ته هم زياته اړتيا ليدل کيږي .

اوس مهال چين د پرمختلونکيو هېوادونو په کتار کې يو له هغو هېوادونو څخه شمېر ل کيږي چې د بې وزلۍ په له منځه وړلو او د اقتصادي کچې په لوړولو کې له نسبتأ پرمختللو وسايلو څخه ګټه اخلي، او د کتونکيو په أند تر ډېره حده يې ښې پايلې هم تر لاسه کړې دي .ښاغلی غفوري دې ټکي ته داسې اشاره کوي :

ترک ٢٣ ژباړه

دغه راز وسيلې چې اوس د چينايانو په واک دي که د افغان بزګرانو په واک کې هم ورکړل شي نو ښايي هغوي هم چټک پرمختګ وکړي ،او په ښه توګه به وکولای شي چې له بې وزلۍ څخه خپل ځان او هېواد وژغوري .

له ښاغلي غفوري څخه مې د افغانستان او چين د بې وزلو خلکو د پرتله ايز حالت په هکله وپوښتل ، په ځواب کې يې داسې وايي :

ترک ٢٤ ژباړه

چينايان ډېر ښه امکانات او وسايل په واک کې لري، ډېرې ښې او پراخې شنې سيمې او پرېمانه اوبه لري، او په هر ډول کولای شي چې ژوند وکړي ،خو په افغانستان کې بيا داسې نده ، په تېره بيا په تېرو څو کلونو کې د سختې وچکالۍ له امله د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د خلکو زياتره څاروي له منځه تللي دي ،او هغه مرستې چې دولت او نورې ټولنې ورسره کوي دومره ندي چې هغوي په بشپړه توګه له بې وزلۍ څخه وژغوري .او پدې ټوګه ويلای شم چې د چين حکومت او خلکو د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې مثبت او ارزښتناک ګامونه اخيستي دي .

له شاوخوا اوو کلونو راهيسې افغان دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته هڅه کړې چې تر ډېره د خلکو په ژوند کې مثبت او ښه بدلونونه راولي،او د پخوا په پرتله د خلکو ژوند تر يوه حده ښه شوی هم دی .ښاغلی سيف الدين وايي پخوا يواځې په يو شمېر ولايتونو کې کار کېده خو اوس مرستندويه کارونه ټول هېواد ته پراخ شوي دي ، او هيله ده چې په نږدې راتلونکې د افغانستان خلک هم د چينايانو په شان بې وزلي له منځه يوسي ، او د أرام او سوکاله ژوند خاوندان شي .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته په رسېدو کې دی ،نو اوس ماته هم اجازه راکړئ، تر بلې اونۍ مو پاک او مهربانه خدای سپارم . الله مو مل شه .