د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا مطبوعاتی دفتر د زلزلې د مخنيوی او ژغورنې د قوماندانۍ له قوله اعلان وکړ چې د جون د شلمې نېټې تر غرمې پورې د چين په دننه او بهر کې د مرستندويه پيسو او مالونو عمومی ارزښت شپږ څلويښت مليارډو او پنځه سوه او اتيا مليونه يوانو څخه اوښتی دی چې د پنځلس مليارډو او شپږ سوه او نهه مليونه يوانو په ارزښت پيسی او مالونه په زلزله ځپلو سيمو کې لګول شوي دي.
د چين د ملکي چارو وزارت خبر ورکړ چې د جون د شلمې نېټې تر غرمې پورې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د زلزلې له امله نهه شپيته زره او يو سل او اتيا تنه مړه او اوولس زره او دری سوه او اته نوي تنه نور ورک شوي دي.