د سن هوا اژانس د خبر له مخې په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي هان جو شنګ د جون په شلمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه تر اوسه د سه چوان په زلزله ځپلو سيمو کې کومه سخته ناروغي نه ده رامنځته شوی.
د دغه سازمان د طبي سيستم د بيارغونې په اړه د کارپوهانو ډلې د جون له ديارلسمې نېټې نه تر شپاړسمې نېټې پورې له سه چوان څخه کتنه وکړه. ښاغلي هان د جون په شلمه نېټه خبري رسنيو ته د دغې ليدنې حالت څرګند کړ او په زلزله ځپلو سيمو کې يې د طبي کارکوونکو د کسبی اخلاقو لوړه ستاينه وکړه.
د سه چوان د زلزلې له پېښدو راهيسي، دغه سازمان تل په بېلا بېلو ډولونو سره د چين د حکومت له کارونو څخه ملاتړ کړي دي.