<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 21:10:56    
په پاکستان کې د چين سفارت له پاکستان څخه د مننه څرګندولو لپاره يوه مېلمستيا جوړه کړه

cri

د سينهوا اژانس د خبر له مخی په پاکستان کې د چين لوی سفير لو جاو هوي د جون په ١٩ نېټه په سفارت کې د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسواۍ کې د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې په کارونو کې د پاکستان له ملاتړ او مرستو څخه د مننه څرګندولو لپاره يوه مېلمستيا جوړه کړې وه.

ښاغلی لو وويل د پاکستان حکومت او خلکو له چين سره د ستونزو په حلولو کې په وړاندی خپله مرسته کړې ده چې ورڅخه د چين او پاکستان ترمنځ ژوره دوستی څرګنده شوی ده .د پاکستان د حکومت او خلکو په شمول د نړيوالې ټولنې په ملاتړ سره د چين حکومت او خلک د خپلو کورونو پر بيا جوړلو باور لري.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير غونډل، د دغه هېواد سرې مياشتې ټولنې مشر قريع ، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکيو او د دغه هېواد د طبی ډلو غړيو په شمول څه د پاسه ٦٠ تنو په دغې مېلمستيا کې ګډون درلود.