د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جون په يوويشتمه نېټه د چين د تبت خپلواکې سيمې په مرکز لاسا ښار کې پای ته ورسېد.
په همدې ورځ د سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت په نوربولينګکا ډګرکې پيل شو چې د فعاليت له پيل مخکې ټول ګډون وال د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې د مړو شويو کسانو په اړه د خواشينۍ لپاره يوه دقيقه چوپ پاتې شول. په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لېږدونې لارې اوږدوالی نهه اعشاريه درې کيلومتره و. سپيڅلی مشال به د جون په دوه ويشتمه نېټه د چينګهای ولايت ته ورسېږي.