<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-21 19:47:04    
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې پرانيستلو د پنځه ديرشمې کاليزې د يادونې ځانګړی پروګرام

cri

منتظم ( کوربه )_ ٢٠٠٨ کال د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د کارکوونکيو لپاره هم د يادونې وړ دی. د ١٩٧٣ کال د جولای په پنځلسمه نېټه د سی ار ای راډيو د پښتو څانګه په رسمی توګه پرانيستل شوه او تر اوسه يې له خپرونو پنځه ديرش کلونه تير شوي چې په ترڅ کې يې زيات بدلونونه رامنځته شوي. ګرانو اوريدونکو، په نننې پروګرام کې به د دغې څانګې پخوانې مشرې ښوونکې سياو بينګ د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې د پيل په هکله معلومات درکړي.

سياو_ ګرانو اوريدونکيو، اسلام عليکم!

منتظم ( کوربه )_ښوونکې سياو، مهربانی وکړئ چې اوريدونکيو ته د پښتو څانګې د پرانيستلو په هکله لږ څه معلومات ورکړئ.

سياو_ تر دې دمه زما د ټول ژوند شپږ ديرش کلونه د پښتو له څانګې سره تير شوي . که څه هم نژدی دوه کاله کيږی چې تقاعده شوی يم، خو زړه می لا هم له پښتو خپرونی سره تړلی دی او تل خپل اوريدونکی دوستان يادوم چې پخوا او اوس يې د سی ار ای راډيو سره مينه او مرستې کړی.

پنځه ديرش کاله وړاندی د جولای په ١٥ نيټه د سی ار ای راډيوپښتو خپرونی په

رسمی توګه پښتنو دوستانو ته په خدمت پيل وکړ. نن د دغی ورځې د رارسيدو د لمانځنی په موقع کی مونږ هغه دوه ستر شخصيتونه نشو هيرولی چې يو يی د چين

د ولسی جمهوريت لومړنی صدراعظم فقيد جونلای او بل يی د افغانستان پخوانی صدراعظم فقيد محمد داود وو. وروسته تر هغه چی د ١٩٥٥ کال د جنوری په مياشت کی د چين او افغانستان تر منځ د رسمی سياسی اړيکی ټينګی شوی، د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ اړيکی تل ټينګې ساتلې شوی دی. په ١٩٥٧ کال کی د چين فقيد صدراعظم جونلای افغانستان ته رسمی او دوستانه سفر وکړ او د رسمی خبرواترو په ترڅ کی صدراعظم محمد داود يو وړانديز وکړ چې پښتو د افغانستان ملی ژبه ده او په خپل هيواد کی يې ډير زيات خلک خبری پرې کوي. نو هيله يی درلوده چی د چين په راډيو پيکينګ کی چې د سی ار ای راډيو پخوانی نوم و، پښتو خپرونه هم پرانيستل شی تر څو د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا په ترڅ کی مثبت رول ولوبوی. صدراعظم جونلای دغه وړانديز ومانه او د هيواد اړوندو وزارتونو ته يی حکم ورکړ چی افغانستان ته د پښتو خپرونی د پرانيستلو لپاره ژر تر ژره د پښتو کارپوهانو په روزلو پيل وکړی.

منتظم ( کوربه ) _ هغه وخت چې د چين ولسی جمهوريت له جوړيدو يوازی اوه يا اته کلونه تير شوی و، په چين کی هيڅوک نه و چی په پښتو ژبه خبرې وکړی. نو زه فکر کوم چی په داسی شرايطو کې د پښتو خپرونی د پرانيستلو په موخه تاسی له ډيرو ستونزيو او مشکلاتو سره مخ وئ ؟

سياو _ هو، د ١٩٥٠ کلونو په شاوخوا کې کلونوکی دچين په هيواد کی هيڅوک نه و چې په پښتو وپوهيږي. د چين د بهرنيو ژبو د ښوونو او ترجمو په ساحو کی پښتو هيڅ ځای نه درلود.

نوځکه د دغی ژبی د کارپوهانو او کارکوونکو روزنی د پښتوخپرونی د پرانيستلو لپاره لومړنی اهميت درلود. د دغی مسئلی د حل لپاره د چين د هغه وخت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د بيجينګ د بهرنيو ژبو پوهنځی د انګليسی ژبی له تولګيو څخه څو تنه محصيلين انتخاب او د پښتو د زده کړې لپاره يی د کابل پوهنتون ته واستول شول. دوی په کابل پوهنتون کی د تحصيلی چارو د پای ته رسولو نه وروسته خپل هيواد ته راستانه شول چې بيا د بيجينګ د برودکاستينګ پوهنځی ته چی اوسنی نوم يی د چين د خبری رسنيو پوهنتون دی، وليږل شول او هلته يی د پښتو ژبی او اړوندو معلوماتو د تدريس په تياريو پيل وکړ. له کابل نه راستانه شوی دواړه ښاغلی په جلا جلا توګه دونګ جه بانګ او فنګ ګو تای نوميږی. په ١٩٦٣ او ١٩٦٤کال کی دغو دواړو ښوونکو د يوه افغان کارپوه په مرسته په وار سره دوه ډله زده کوونکی ومنل چې زه هم پکی شامله وم. له نوموړی پوهنځی د فارغيدو نه وروسته اووه تنه زده کوونکی او د دوی دوه ښوونکی د چين د نړيوالی راډيو د پښتو خپرونی پرانيستونکی کسان بلل کيږي.

متنظم _ ايأ د اړوندو کارکوونکو مسئلی د حليدو نه وروسته نوری ستونزی هم موجودې وی ؟

سياو _ هو، همدااوس می هم په ياد کې دی چی هغه وخت د چين په کلتوری او تعليمی ساحه کی پښتو هم يوه خاليګا وه او په ټول هيواد کی د پښتو په اړه هيڅ کوم کتاب

او سند نه موندل کيده. زما په ياد کی دي چی د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی د جوړيدو په لومړنيو کلونو کی د پښتو په اړه يوازنی شتمني د پښتو يو ټايپ ماشين،

يو روسي _ پښتو قاموس او ډيرې کمې پښتو ورځپاڼې وی. دغه راز پر هغه مهال له دوو ښوونکو نه پرته، مونږ د دوی د زده کوونکو په توګه د پښتو په اړه زيات معلومات نه درلودل، نو لازمه وه چې د پښتو په اړه د رښتينو او ډاډمنو معلوماتود لاس ته راوړلو په موخه خورا ستړيا او زيات زيار وباسو او د کار په ترڅ کی د پښتو زده کړو ته دوام ورکړو. بالأخره د څه د پاسه دريو کلونو زيار او کوشش نه وروسته هغه نه هيريدونکی نيکه ورځ راورسيده چې د ١٩٧٣کال د جولای په ١٥ نيټه د سی ار ای راډيو په رسمی توګه افغانستان او پاکستان ته په پښتو خپرونو پيل وکړ.

ګرانو اوريدونکو، د پښتو خپرونې له چمتو کولو څخه تر اوسه پوري له زياتو لوړو، ژورو سره مخامخ شوی دی. د پښتو خپرونې د پرانيستلو د پنځه ديرشمې کاليزې يادونې په وخت کې موږ ځوان کارکوونکي له تاسو څخه ډېره مننه کوو او هيله لري چې تاسی او ټول اوريدونکی زموږ پر کارونو خپل باور ټينګ کړي. موږ به د ښو پروګرامونو د جوړولو لپاره لا زيات کوشش وکړو!

ګرانو اوريدونکو، نننی ځانګړی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. اوس به په دې هکله دوې پوښتنې وړاندی شي او هيله ده چې تاسې اوريدونکي دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ او د پښتو خپرونې د پرانيستلو د پنځه ديرشمی کاليزې د يادونې په سيالۍ کې ګډون وکړئ!