<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-22 17:54:15    
د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د ورکو شويو کسانو شمېر يو زر او يو سل او پنځه ويشت تنه زيات شوی دی.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې قوماندنۍ په استازيتوب خبر ورکړ چې د جون د دوه ويشتمې نېټې تر غرمې پورې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې نهه شپېته زره او يو سل او يو اتيا تنه مړه شوي، درې سوه او څلور اويا زره او يو سل او يو اويا تنه ټپيان شوي او اتلس زره او پنځه سوه او دوه ويشت تنه نور هم تر اوسه ورک دي.

د دوه ويشتمې نېټې تر غرمې پورې د ورکو شويو کسانو شمېر د يوويشتمې نېټې تر غرمې پورې د اړوند شمېر په پرتله يو زر او يو سل او پنځه ويشت تنه زيات شوی دی. عمده لامل يې دا دی، هغو کسانو چې په نورو ځايونو کې يې کار کاوه، زلزله ځپلو سيمو ته له بېرته تګ وروسته د ورکو شويو کسانو ليست وړاندی کړی دی.

د دوه ويشتمې نېټې تر غرمې پورې د هېواد دننه او بهر بېلا بېلو ټولنو له خوا د بسپنو او مرستندويه توکيو ارزښت له شپږ څلويښت مليارډ او اووه سوه مليون يوانو څخه اوښتی چې پنځلس مليارډ او شپږ سوه مليون يوانه يې زلزله ځپلو سيمو ته ورکړی شوي دي. د دې تر څنګ د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او د خلکو ژغورنې لپاره څه دپاسه څلور پنځوس مليارډ او درې سوه مليون يوانه لګولي دي.