د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جون په دوه ويشتمه نېټه سهار د چين په لويديځ د چينګهای ولايت په ګه اړ مو ښار کې پای ته ورسېد.
د مشال لېږدونې فعاليت د دغه ښار په يان هو ډګر کې پيل شو چې د لېږدونې لارې اوږدوالی يې اووه اعشاريه پنځه کيلومتره و. د همدې ورځې سهار په نهو بجو د دغه فعاليت له پيل مخکې ټول ګډون کوونکي د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې د مړو شويو کسانو په اړه د خواخوږۍ لپاره يوه دقيقه چوپ پاتې شول.
د همدې ورځې له غرمې وروسته سپيڅلی مشال چينګهای هو جهيل ته وخوځېد او په درويشتمه نېټه به د دغه جهيل پر غاړه ولېږدول شي.