<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-22 21:13:38    
په چين کې د دوبی غلودانو توليدې اندازه له ١٢٠ مليارد کيلوګرامونو څخه اوښتې ده

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کرنې وزير سون ځېنګ څای د جون په دوويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چپن په بېلا بېلو ځايونو کې د غنمو راغونډولو کارونه په بنسټيزه توګه پای ته رسېدلي دي. د شمېرنې له مخې په چين کې د دوبي غلودانو توليدې اندازه په تېرو پرله پسی څلورو کلونو کې له زياتېدو وروسته بيا هم زياته شوې چې له يو سل او شل مليارد کيلوګرامونو څخه اوښتې ده.

نوموړي وويل د چين حکومت سږ کال د کرنې په اړه ډېرې امتيازې تګلارې خپرې کړې چې اړوندو خواوو ته يې د پنځه نوی مليارد يوانو مالي مرسته برابره کړې ده او دغه شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځه اتيا زيات شوی دی.