<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-23 17:48:24    
چين د لوی ديوال پنځمې شمېرې په نامه د ترهګرۍ ضد تمرينونه تر سره کړل

cri

د لوی ديوال پنځمې شمېرې په نامه د ترهګرۍ ضد تمرينونه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شول چې د عام امنيت، وسلوالو پوليسو، سرتېريو ، روغتيا، چاپېريال ساتنې او ترانسپورت په شمول ډېرو ارګانونو په کې ګډون وکړ او موخه يې د اولمپيک لوبو په موده کې د امنيت ساتنې او ترهګرۍ ضد سيستمونو تر منځ د همغږۍ پياوړتيا او په همدې دوران کې د بېلا بېلو ترهګرو پېښو د مخنيوی او له منځه وړلو توان غښتليتوب دی

همدااوس مو په ظاهره د يو کيمياوي بم د چاودنې غړمبهار واوريد چې د بيجينګ د چاو يانګ باغ د واليبال په شګلن ډګر کې په تمريني بڼه د ترهګرانو لخوا ترسره کېږی. دغه تمرين د يادو شويو تمرينونو يوه برخه وه . دغه تقليدي تمرين داسې و چې د دوه زره او اتم کال اولمپيک لوبو په يوه ورځ د واليبال سيالۍ نيم ساعت مخکې د واليبال ډګر په ختيځه دروازه کې يوه چاودنه تر سره کېږی او دوه موټرونه پکې سوځول کېږی چې له امله يې هوا له يو ډول بد بوي څخه ډکېږي . د چاودنې خبر په اوريدو سره د ترهګرۍ ضد ځواکونه ژر د پيښې ځاي ته رسېږي او اړين ترتيبات ترسره کوي. د نوموړي تمرين مسئول په وينا د لوي ديوال پنځمې شمېرې تمرينونه د اولمپيک لوبو په موده کې د امنيت ساتنې له غوښتنو سره سم ترسره کېږي او دغه تمرين د اولمپيک لوبو له پرانستنې مخکې تر ټولو لوی او وروستی تمرين و .

د معلوماتو له مخې په دغه تقليدي تمرين کې له واقعي حالاتو سره سم د ځانکړيو

کارکوونکو او اړينو تجهيزاتو د ليږدولو او د چاودنې ځاي د ترتيبولو ټول پړاوونه ترسره شول . د تمرين قوماندان وويل د تمرين يوه مهمه موخه له ډګر څخه د څلور زره تنو نندارچيانو ايستل دي . له تقليدی چاودنې وروسته، داسی نندارچيان بايد د پوليسو په لارښوونه په ښه توګه له ډګر څخه ووځي. د اور ګولونې، روغتيا او چاپېريال ساتنې په شمول مسلکي توانونه بايد د نندارچيانو له ايستلو وروسته سمدلاسه د تقليدی چاودنې په ځای کې اغېزمن ترتيبان تر سره کړي.

د چاو يانګ باغ په شمال لوېديځ کې يو لومړي ښوونځی هم په دغه تمرين کې ګډون درلود. د تقليدی چاودنې له پېښېدو وروسته، ښوونکی او زده کوونکی له ترتيب سره سم د زهر جتو ګازونو د خپرېدو مخالف خوا ته ولاړل. د پاملرنې وړ خبر دا ده چې د بېجينګ پوليسو د الوتنې ډلې يوې چورلکی هم په دغه تمرين کې ګډون وکړ چې د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې لپاره تازه اخيستل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د لوی ديوال پنځمې شمېرې په نامه يوه اوونۍ تمرين پای ته رسيدلی او نور تمرينونه به هم په نژدی وخت کی تر سره شي.