<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-23 17:24:57    
د افغانستان حالات لا هم خړ پړ دی.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو نړيوالو ائتلافې ځواکونو، د امريکا په مشرۍ ګډو ځواکونو او د دغه هېواد حکومتی پوځونو په تېرو څو ورځو کې د طالبانو پر وسله والو ځواکونو باندی لا زيات بريدونه کړي دي. د طالبانو وسله والو ځواکونو هم له دغو ځواکونو څخه غچ اخيستی دی. د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له امله د افغانستان حالات لا هم خړ پړ دی.

د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د طالبانو سلګونو وسله والو ځواکونو د کندهار ولايت د ارغنداب په سيمه کې د هغو څو کليو په نيولو سره کندهار ښار ته ګواښ وکړ چې کندهار ښار په شمال شل کيلومترۍ کې پروت دي. د افغانستان حکومتي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ نړيوالو ائتلافی ځواکونو چې دغې سيمې ته په نژدی سيمه کې ميشت دي د جون په اتلسمه نېټه په غچ اخيستونکو بريدونو پيل وکړ او څو څو ځله يې په دغه سيمه کې د طالبانو د وسله والو ځواکونو د پاکولو لپاره يو لړ عمليات تر سره کړل. دوی نه يوازی د ارغنداب سيمه بيرته تر کنترول لاندې راوسته، بلکې د طالبانو وسله والو کسانو په ګډون يې څلور نوي تنه وسله وال کسان ووژل چې په کې زياتره کسان د افغانستان له بهر څخه راغلی و.

خو د طالبانو وسله والو ځواکونو هم د ناټو د نړيوالو ائتلافې ځواکونو او د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو د سختو بريدونو په مقابل کې يو لړ غچ اخيستونکې عمليات وکړل. طالبانو د جون په نولسمه نېټه اعلان وکړ چې دوی به د دغو ځواکونو

د پاکولو د عملياتو پر ضد مبارزه وکړي. د طالبانو وياند له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې ويلی چې د طالبانو وسله وال ځواکونه به د توغنديو او توپونو له لارې پر کندهار ښار بريد او په دغه ښار کې ځانمرګې چاودنې وکړي چې ور سره د افغانستان حالات لا خړ پړ شوی دي. د روانې مياشتې په شلمه نېټه د افغانستان په هلمند ولايت کې د ناټو ځواکونو پر ضد يوه ځانمرګې چاودنه وشوه چې له امله يې څه باندی لس تنه عام وګړي مړه او شپږ تنه نور ټپيان شول. د جون د يوويشتمې نېټې په شپه د افغانستان په خوست ولايت کې د ناټو ځواکونو يوه اډه د اتلسو راکټونو له بريد سره مخامخ شوه. د ناټو ځواکونو د يوې اعلاميې سره سم دغه راکټونه په جلا جلا توګه د افغانستان له دننه او له پاکستان څخه ويشتل شوی دی چې لږ تر لږه يو راکټ اډې ته پر نژدی کلي لګيدلی چې څلور تنه عام وګړي يې ووژلي دي، خو پر دې اډې د يو بل راکټ په لګېدلو سره هيڅ مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې. بر سېره پردې، طالبانو تل د لارو په غاړه د بمي چاودنو له لارې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه وکړل. يوازی د جون په شلمه او يوويشتمه نېټه په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ګډ ځواکونه په پر له پسی توګه له دوو بمي چاودنو سره مخامخ شوې چې له امله يې پنځه تنه سرتېري وژل او پنځه تنه نور ټپيان شول.

د څيړونکو په اند، د طالبانو پر وسله والو ځواکونو باندې د بريدونو زياتوالی له افغانستان سره مرستې له غونډې سره تړاو لري. نړيوالې ټولنې په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره د شل مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت مرسته وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې د طالبانو پر وسله والو ځواکونو باندې يې د افغانستان حکومت د بريدونو کچه لوړه. ځکه يوازې په ارامو حالاتو کې ارام شي، د دغه هېواد د بيارغونې ګام چټکيدلای شي. نو د

افغانستان حکومتي ځواکونه په لا فعاله توګه له نړيوالو ائتلافې ځواکونو سره په پوځي عملياتو کې ګډون کوي.

که طالبان کندهار ښار ونيسي، د ناټو نړيوالې ائتلافې ځواکونه او د امريکا په مشرۍ ګډو ځواکونه به له سختو زيانونو سره مخامخ شي، نو دوی به تر خپلې وسې پورې د طالبانو پر وسله والو ځواکونو باندې بريدونه وکړي. يوه بله مهمه خبره دا ده چې د يو خبر له مخې د امريکا ولسمشر جورج بوش حکم ورکړې چې امريکايې ځواکونه بايد د القاعدی د سازمان او طالبانو د مشرانو د پيدا کولو او نيولو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي چې دغه دنده بايد له خپلو ماموريت څخه د بوش له وتلو مخکې تر سره کړي. نو ياد شوي ځواکونو دغه حکم ته په درنه سترګه ګوري او يو شمير هېوادونو هم په پر له پسی توګه اعلان کړی چې دوی به افغانستان ته لا زيات سرتيری ولېږي.