<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-23 18:58:30    
ځوان سرتېری دونګ چيانګ

cri

ګرانو اورېدونکو، د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ځوان سرتېری دونګ چيانګ وړاندې کړو چې د چين د سه چوان ولايت په مصيبت ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه تر سره کوي.

دونګ چيانګ په ١٩٨٢ کې د سه چوان ولايت په دو جيانګ يان ښار کې زېږېدلی دی. هغه په ٢٠٠٥ کال کې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته د خپل پلار د هڅولو له امله په ځواکونو کې ګډون وکړ، خو په پيل کې هغه د يو سرتېري په توګه د ژوند له ستونزو سره مخامخ شو.

په ځواکونو کې له ګډون وروسته مې په کون مينګ ښار کې د ځمکنيو ځواکونو په پوهنځي کې د يو نوي سرتېري په توګه زده کړې وکړې. زه هغه مهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم چې د يو زده کوونکي له حال څخه يو سرتېری شوم، نو زما پلار د تليفون له لارې هڅولم او زما د زده کړې ملاتړ يې وکړ. ور پسې پدې وپوهېدم چې په ځواکونو کې ژوند ډېر ښه دی.

له يوې مودې وروسته دونګ چيانګ ګام په ګام په ځواکونو کې له ژوند سره بلد شو. په روان کال کې دونګ چيانګ د وتلو خدمتونو له امله د ټولي د مرستيال په توګه وټاکل شو چې د ده پلار او مور له دې امله ډېر خوشحاله و. خو ناڅاپه يوه بدمرغه پېښه وشوه چې د مۍ په دوولسمه نېټه په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له امله دو جيانګ يان ښار په سختې مصيبت ځپلي سيمې بدل شوی دی او د دونګ چيانګ پلار په زلزله کې مړ شو.

له زلزلې وروسته دونګ چيانګ په لومړي وخت کې له خپلې کورنۍ سره تليفوني خبرې وکړې. خو هغه مهال په دو جيانګ يان ښار کې مخابراتي شبکې پرې شوې وې او د همدې ورځې له غرمې وروسته د دونګ چيانګ ځواکونو امر تر لاسه کړی چې مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ شي او د ژغورنې کارونه تر سره کړي، دونګ چيانګ له نارامه احساساتو سره مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ.

د مۍ په څوارلسمه نېټه د ده ځواکونه دو جيانګ يان ښار ته ورسېدل او دونګ چيانګ په خپل وطن کې د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوي او ژغورنې په کارونو پيل وکړ. د دونګ چيانګ د کورنۍ غړيو د ده د ژغورنې کارونو د سالم روانېدو لپاره ده ته د ده پلار د مرګ په اړه بدمرغه خبر ور نه کړ چې په پنځلسمې نېټې يې دغه بدمرغه خبر تر لاسه کړ. دغې پېښې دونګ چيانګ خربه و. د ده دوست او ملګری جانګ ين هوی وويل دونګ چيانګ تل د تودو احساساتو او خوشبينې خاوند دی چې کله کله د ټولي له ملګريو سره يو ځای د باسکيټ بال او فوټ بال لوبې هم کوي، خو له دغې پېښې وروسته هغه ډېره پټه خولې شو. موږ سره يو ځای کښېنو، خو هېڅ خبرې نه کړو. هغه په کنډوالو کې د ده کورنۍ يو عکس پيدا کړی او په خپل چبب کې يې ساتلی دی.

د دونګ چيانګ په نوم کې چيانګ په چيني ژبه کې د ټينګ باور معنی لري. که څه هم دونګ چيانګ ډېر خواشينی دی، خو هغه د مې په شپاړسمه نېټه بېرته خپلو ځواکونو ورستون شو او د ژغورنې کارونو ته يې دوام ورکړ. جانګ ين هوی چې دونګ چيانګ ښه دوست دی. دی وويل

د زيات شمېر سرتېريو کورونه هم په دو جيانګ يان کې دي. د ټولي د مرستيال په توګه د ده احساسات د دغو سرتېريو لپاره ډېر مهم دی، د ده له عملياتو څخه څرګنديږي چې هغه د خپلې خواشينۍ احساسات په خپل زړه کې ساتي او د مصيبت ځپلو وګړيو لپاره يې خدمتونه کړي دي. د ده په أند لا زياتو وګړيو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې، نو هغه په لومړي سرکې له نورو وګړيو سره مرسته کوي.

خپلو ځواکونو ته له بېرته ستنېدو وروسته دونګ چيانګ په پر له پسې توګه له سرتېريو سره په کنډوالو کې پاتي شوي وګړي لټولي دي. د لټولو کارونو له پای وروسته هغه له خپلو ملګرو سره يو ځای شاوخوا کليوالو سيمو ته ولاړ چې په کې د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره وقايوي درملنې پرمخ بوزي او له بزګرانو سره مرسته وکړي. د دوی د کارونو له امله د زيات شمېر مصيبت ځپلو وګړيو ستونزې له منځه وړل شوي.

دونګ چيانګ د خپل پلار له يادونې سره د مصيبت ځپلو سيمو وګړيو ته خپل خدمتونه وړاندی کړی. هغه وويل

دلته زيات شمېر وګړي له ستونزې سره مخامخ دی، موږ بايد په پوره توګه له دوي سره مرسته وکړو.