<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-23 19:36:19    
شي جين پينګ د انرژۍ په نړيواله غونډه کې د چين حکومت دريځ بيان کړ.

cri

د انرژۍ يوه ورځنۍ نړيواله غونډه د جون په دوه ويشتمه نېټه د سعودي عربستان په بندري ښار جده کې تر سره شوه. د چين د دولت مرستيال شي جين پينګ له دغه هېواد څخه د ليدنې په ترڅ کې د چين له پلاوي سره يو ځای په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د انرژۍ د اوسني نړيوال بحران په اړه يې د چين حکومت دريځ بيان کړ.

ښاغلي شي جين پينګ وويل چې له يوې مودې راهيسي په نړيوال بازار کې د نفتو بيه په پر له پسې توګه لوړه شوې او د نړيوال اقتصاد د بې ثباتی نوی عوامل رامنځته شوی دی. دغه حالت د نفتو توليدونکيو او مصرف کوونکيو هېوادونو لپاره يوه سخته ننګونه ده. دغه راز نړيواله ټولنه بايد د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او پرمختګ په اړه د انرژۍ امنيت نوې نظريه ټينګه کړي. ده وويل

( لومړی اواز)

د انرژۍ مسئله يوه نړيواله مسئله ده. دا د بېلا بېلو هېوادونو يوه ګډه او بيړنۍ دنده ده چې په نړۍ کې د انرژۍ عرضې او تقاضا ترمنځ برابري تضمين کړي او د انرژۍ نړيوال امنيت وساتي. د انرژۍ مسئلې حل و فصل د نفتو توليدونکيو او مصرف کوونکيو هېوادونو په شمول د نړيوالې ټولنې ګډو کوښښونو ته اړتيا لري چې له مخې يې خپل منځۍ خبرې اترې او همکاري پياوړې شي او اغېزمن تدبيرونه ونيول شي.

دغه تدبيرونه دا دي: لومړی، د انرژۍ استخراج په برخه کې خپل منځۍ سلامشوره او همکاري پياوړې شي، په نړيوال بازار کې د انرژۍ مناسبه بيمه وساتل شي او د انرژۍ په اړه د بېلا بېلو هېوادونو اړتياوې پوره شي. دوهم، په پوره توګه د انرژۍ د پرمختللي څېړنه او کارونه پياوړې شي او د انرژۍ برابرونې په اړه يو پاک، ارزان او امنيتي سيستم جوړ شي. درېيم، د انرژۍ پرمختګ لپاره د يو ښه نړيوال چاپېريال جوړولو او د انرژۍ توليدولو، لېږدولو او کارولو په اړه يو ثابت او دايمي حالت رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښ وشي.

ښاغلي شي جين پينګ څرګنده کړه چې چين نه يوازې د انرژۍ يو لوی مصرف کوونکی هېواد دی، بلکې يو لوی توليدونکی هېواد هم دی. د انرژۍ په اړه چين په عمده توګه خپلې اړتياوې پخپله پوره کولای شي چې له زياتو کلونو راهيسي پخپله د انرژۍ پوره کولو انډول په سلو کې نژدی نوي برخه نيولې ده. ده زياته کړه

( دوهم اواز)

په وروستيو څو کلونو کې په چين کې د اقتصاد او ټولنې په چټک پرمختګ سره انرژۍ ته د ټؤلنې اړتياوې په چټکه توګه زياتې شوې، خو عمومي سويه يې لا تر اوسه هم ټيټه ده چې د هر تن پر سر د انرژۍ او نفتو لګولو سويې يوازې په جلا جلا توګه د نړيوالې منځني سويې په سلو کې څلور اتيا او پنځوس برخه نيسي او د هر تن پر سر د نفتو وارداتي اندازه يوازې د نړيوالې منځنۍ سويې په سلو کې اووه دېرش برخه نيسي.

نوموړي دغه خبره تکرار کړه چې چين د علومو له مخې پر پرمختيايي لارې پر تګ او د انرژۍ دوام لرونکي پرمختګ پر ستراتيژۍ ټينګار کوي. چين به د انرژۍ په پرمختګ کې د انرژۍ سپما، په خپله انرژۍ ته د اړتياوو پوره

کولو، د چاپېريال ساتلو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په اړه د اصولو درناوی وکړي. چين د انرژۍ په نړيواله همکاري کې يو مسؤلانه ګډون کوونکی دی او د انرژۍ د دوام لرونکي پرمختګ او د انرژۍ نړيوال امنيت ساتلو لپاره کوښښونه کوي. ده په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

چين په څرګنده توګه دغه موخه ټاکلې چې په ٢٠١٠ کال کې د کورني توليدي ارزښت هر لس زره يوانو د رامنځته کولو لپاره د انرژۍ لګښت د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې شل ټيټ شي. موږ به د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره دغه موخه تر سره کړو. ټولو ته معلومه ده چې د روان کال د جون په شلمه نېټه په چين کې د تېلو بيمه تنظيم شوې چې دا په چين کې د تېلو د برابرونې او د نفتو د سپما لپاره ګټه لري.

د چين د دولت مرستيال شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې باور څرګند کړ چې که بېلا بېل هېوادونه ګډ کوښښ وکړي، نو په نړۍ کې به د انرژۍ برابرونې چارې پر له پسې پرمختګ وکړي.