د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په درويشتمه نېټه د سخت توپان له امله فليپين ته د زياتو زيانونو رسېدو په اړه د دغه هېواد ولسمشرې ګلوريا ماکاپاګل ارويو ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.
رئيس هو جين تاو په دغه پيغام کې د چين د حکومت او وګړيو په استازيتوب ولسمشرې ارويو، د فليپين حکومت او وګړيو ته خواخوږي او د مړو شويو کسانو له کورنيو سره يې ژوره همدردي څرګنده کړه. ښاغلی هو جين تاو باور څرګند کړ چې د فليپين وګړي د ولسمشرې ارويو په مشرۍ پر ناورينونو او زيانونو بريالي شي او خپل کورونه بيا اباد کړي.