د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د علومو اکاډمی د غړيو ١٤مه غونډه او د چين د انجنيری اکاډمی د غړيو نهمه غونډه د جون په ٢٣ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.د چين د دولت رئيس هو جين تاو د نوموړی غونډې په پرانيستونکيو مراسمو کې وويل چين به له نن څخه خپل اختراعی توان د ټولو علمی کارونو د لومړی دندې په توګه وټاکي چې له مخی يې علم د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ لپاره غښتلی ملاتېر برابر کړي.
نوموړي غونډې به پنځه ورځی دوام وکړي او د غونډو په موده کې به د علمی چارو په اړه څو فعاليتونه تر سره شی.