<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-23 18:05:04    
د جي لينګ درمل جوړولو تصدۍ له زلزله ځپلو سيمو سره مرسته کوي

cri

د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له امله څلور لکه تنه وژل يا ټپيان شوي چې د سر او مال د دغو سختو زيانونو له امله درملونو ته اړتياوې زياتې شويدي. د جي لينګ ولايت د چين د دارو درمل جوړولو يوه لويه اډه ده . د چين اقتصاد په نامه پروګرام کې به تاسو ته له زلزله ځپلو سيمو سره د نوموړي ولايت د څو تصديو د مرستو په هکله څه نا څه معلومات درکړو.

د جي لينګ ولايت د مرکز چانګ چون ښار د بيولوژيکي توليداتو څيړنيز انستيتوټ د واکسين څيړنې او توليد اډه ده او د جګر ناروغۍ پر ضد د چين لومړنی واکسين د همدې انستيتوټ لخوا جوړ شو . د سه چوان ولايت له سختې زلزلې وروسته دغه انستيتوټ سمدلاسه د خپلو توليداتو د توليد او پلورنې پلان بدل کړ او د يوې اوونۍ په موده کې يی په بيړنۍ توګه د جګر او ايج ايف ار ايس ناروغيو پر ضد مجموعأ دوه لکه واکسينونه زلزله ځپلو سيمو ته وليږل چې د ټاکلي پلان له مخې دغه واکسينونه بايد د هيواد په جنوب د يو بل ځاي لپاره توليد شوي وی. د دغه انستيتوټ مرستيال ښاغلي لي وان هوا وويلاوس مهال زموږ بيړنۍ دنده د زلزله ځپلو سيمو اړتياوو پوره کول دي ، نو د نورو خواو سپارښتونه مو رد کړيدي.دغه راز موږ د جګر ناروغۍ پر ضد د واکسينونو په توليدولو بوخت يو چې پر وخت د زلزله ځپلو سيمو اړتياوې پوره کړو.

د شيو جينګ په نامه د درملو جوړولو شرکت يوه لويه تصدی ده او کارګران يي اوس په دريو ډلو ويشل شوي او هره ورځ د څليرويشتو ساعتو لپاره د عفوني ، درد او والګي پر ضد د درملو په توليدولو بوخت دي چې توليدي اندازه يې په سلو کې سل

زياته شی.

د همدغه ولايت د چانګ يون د درملو توليدولو محدود شرکت د تير مي له دوولسمې نېټې څخه پرېکړه کړې چې ټول کارګران اضافه کار وکړي . دغه شرکت يو ډول تزريقي درمل جوړوي چې د مصنوعي وينې په نامه ياديږي او د جراحۍ او بيړنۍ مرستې لپاره اړين درمل دی. دغه ډول درمل په چين کې يوازی د دوو تصديو لخوا توليديدای شی، نو د چانګ يون شرکت څلوريشت تنه کارکوونکي هره ورځ اضافه کار کوي او حتی ځيني کارکوونکي له لسو ساعتو نه زيات وخت کار کوي او په ورکشاپ کې ډوډۍ خوري او خوب کوي ، خو دوی هيڅ ګيله نه کوی . د دي ړوي شرکت چې انتي بيوتيک توليدوي ، هم د خپلو توليداتو پلورلو تګلاره بدله کړې ده.

د نوموړي شرکت عمومي منيجر سون چيانګ وويلزموږ شرکت د توليداتو پلورلو په هکله خپله تګلاره بدله کړې په بله ژبه لومړی اخيستونکيو ته شيان ورکوي او بيا پيسې اخلي.

د توليدي چارو د پياوړتيا تر څنګ د درملو توليدولو زياتو تصديو هم په وړيا ډول زلزله ځپلو سيمو ته درملونه او طبي وسايل ورکړيدي. د بېلګې په توګه د شيو جينګ شرکت د ديرشو مليونو يوانو په ارزښت درملونه او د دي ړوی شرکت د يو مليون او شپږ لکه يوانو په ارزښت انتي بيوتيک په وړيا ډول زلزله ځپلو سيمو ته ورکړيدي. د شميرنې له مخې تر اوسه پورې د جي لينګ ولايت د درملونو جوړولو تصديو د يو سل او لس مليون يوانو په ارزښت درملونه او طبي وسايل زلزله ځپلو سيمو ته برابر کړيدي.

د جي لينګ ولايت حکومتي څانګو هم د درملونو توليدولو او ليږلو لپاره

اسانتياوې برابرې کړيدي. د نوموړي ولايت د درملو ادارې مشر سوي ديان جيونګ وويل د درملو توليدولو ځيني شرکتونه د ولايت له مرکز چانګ چون ښار څخه ليرې پراته دي . ددوي کاروان د څو سوو کيلو مترو لارې په وهلو سره چانګ چون ته ورسېد او له لاريو څخه د درملو راکوزېدو وروسته سهاروختی درې بجې وې.

د جي لينګ ولايت د درملو ادارې په جدي توګه د اعانه شويو درملو د کيفيت څارنه کوي . د معلوماتو له مخې که څه هم په زلزله ځپلو سيمو کې د انتي بيوتيک او ځينو طبي وسايلو اړتياوې لا هم زياتې دي ، خو د زيرمې او ليږدول شويو درملو اندازه کافي ده .