<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-24 16:00:55    
اروپايی ټولنه پر ايران نوی بنديزونه لګوی

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اروپايی ټولنې يو چارواکی د جون په ٢٣ نېټه وويل په همدی ورځ په لوګزامبورګ کې د اروپايی ټولنې د وزيرانو په کچه په يوه غونډه کې موافقه وشوی چې پر ايران لازيات بنديزونه ولګوي ، د بېلګی په توګه د ايران لومړنۍ لوی بانک يعنی د ايران د ملی بانک پانګی کنګل کړي او اروپايی ټولنې ته د هغو وګړيو د ننوتلو او په اروپايی ټولنې کې ددوی د سوداګريزو فعاليتونو مخه ونيسي چې د ايران له ذروی پلان سره اړيکی لري.

دغه چارواکی وويل د نوی بنديزونوله امله به د بريتانيا په لندن ، د المان په هامبورګ او د فرانسی په پاريس کې د ايران د ملی بانک څانګی وتړل شي، د ايران ٢٠ تنه چارواکي به چې د دغه هېواد له ذروی پلان سره اړيکی لري، اروپايی ټولنې ته د ننوتلو حق ونه لري او په اروپايی ټولنې کې به د ١٥ سازمانونو پانګی کنګل شي چې د دغه هېواد له ذروی پلان سره اړيکي لري او د نوموړو تصديو او وګړيو نومونه به د جون په ٢٤ نېټه د نوی بنديزونو د رسمي پلی کېدو په وخت کې اعلان شي. هغه زياته کړه له دی امله چې دغه بنديزونه په وروستيو ورځو کې په سلوينيا کې د اروپايې هېوادونو او امريکا په يوه سرمشريزه غونډه کې وټاکل شوی، نو په همدی ورځ د اروپايی ټولنې د وزيرانو په کچه په غونډه کې په مستقيمه توګه تصويب شوی دي. هغه پر دی خبره ټينګار وکړ چې لاهم د خبرو اترو فرصت شته.

د نوی بنديزونو رامنځته کېدل کومه ناڅاپې خبر نه ده . د اروپايی ټولنې مشرانو او د امريکا ولسمشر جورج بوش د اروپايی هېوادونو او امريکا ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې پريکړه وکړه چې پر ايران لاسخت بنديزونه ولګوي، تر هغو چې ايران په هغه شکل سره د پلټنې وړ وی، د يورانيومو د غنی کولو له فعاليتونو څخه لاس واخلي. خو اروپايی ټولنه لاهم خپلو هغو ديپلوماتيکی کوښښونو ته دوام ورکوی چې له دريو کلونو راهيسی روان دي، دغه ټولنه هيله لري چې د ايران ذروی مسئلی په سوله ايزه توګه حل شي. د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو او د امنيتي تګلارو لوړپوړی استازی جاويز سولانا د جون په ١٤ نېټه ايران ته د هغه هېواد د ذروی مسئلې په اړه د خبرو اترو د بيا پيل په اړه د امريکا، روسيې، چين، بريتانيا، فرانسی او المان نوی لايحه وړاندی کړه. په نوی لايحه کې د ايران د هڅولو په اړه يو لړ نوی تدبيرونه شامل شوی، خو په څرګنده توګه له ايران څخه غوښتنه شوی چې د يورانيومو د غنی کولو له فعاليتونو څخه لاس واخلي.

د عامه افکار دی ته متوجه دی چې په دی برخه کې د اروپايی ټولنې د غړيو هېوادونو ترمنځ توپيرونه موجود دی چې پر ايران لاسخت بنديزونه ولګوي که نه.ځينې هېوادونه هيله لري چې د امريکا حکومت خپله رويه بدل کړی او د ذروی مسئلې په اړه له ايران سره مستقيمی خبرې اترې وکړي.

د ايران د امنيتي کميټې سکريتر او د ذروی خبرو اترو لوړپوړی استازی سعيد جليلي د جون په ٢١ نېټه اعلان وکړ چې ايران غواړی د متقابلو ګټو پر بنسټ له اړوندو هېوادونو سره د ذروی مسئلې په اړه خبرې اترې وکړي. د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند سعيد محمد علی حسيني د جون په ٢٣ نېټه په تهران کې په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل ايران د خبرو اترو لپاره چمتووالی لری، خبرې اترې به ايران او ٦ هېوادونو ته فرصت برابر کړی چې د همکاری له لاری دغه مسئله حل کړي.بر سيره پر دی ايران څو ځله دا څرګنده کړه چې دغې لايحې ته د ايران ځواب او راتلونکې خبرې اترې به د يورانيومو د غنې کولو له فعاليتونو څخه د لاس اخيستلو په اړه مسئله ياد نه کړی . د څېړونکو په اند د ايران له اړوندو خبرو څخه څرګندېږي چې که خبرې اترې په سالم ډول بيا تر سره شي، خو د لويديځو هېوادونو لپاره به د ډاډ ګيرنې وړ پايله ونه لري ، برعکس ښايی چې ايران د ځپل ذروی تخنيک د پرمختګ لپاره لازيات وخت تر لاسه کړي .

د ايران د اقتصادي چارو وزير حسين سامسامی د جون په ٢٢ نېټه وويل ايران د نړۍ د اومو نفتو د صادراتو څلورم لوی هېواد دی،نو تر اوسه پوری پر ايران باندی د امريکا په ګډون د لويديځو هېوادونو اقتصادي بنديزونو د دغه هېواد پر اقتصاد ستره اغيزه نه ده کړی.