<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-24 19:59:55    
د چين حکومت د وګړيو ګټو په نظر کې نيولو سره د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د بيا رغونې پلانونه جوړوي.

cri

د چين د صدر اعظم مرستيال او د دولتي شورا د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې عمومي قوماندنۍ مرستيال هوي ليانګ يو د جون په څليرويشتمه نېټه د دولتي شورا په استازيتوب د هېواد د واکمنۍ ادارې يعني د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې ته د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د بيا رغونې په اړه کاري حالت وړاندې کړ. د دغه کاري حالت له مخې، دولتي شورا نه يوازې په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې د نوي حالت او دندې په اړه څو عمده کارونه تر سره کړي او د زلزله ځپلو سيمو بيارغونه يې د يوې دايمي دندې په توګه ټاکلې چې په راتلونکيو دريو کلونو کې په بنسټيزه توګه بيا رغونه بشپړه کړي او له دې وروسته په راتلونکيو پنځو کلونو کې زلزله ځپلو سيمو ته نور پرمختګ ورکړي. د چين حکومت د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې په بهير کې تل د وګړيو ګټو په نظر کې نيولو سره د علومو په اتکا په دقت سره د بيا رغونې پلانونه جوړوي.

د چين حکومت د تېرې مۍ په دوولسمه نېټه د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د وګړيو ژغورنه تل د لومړۍ دندې په توګه بولي چې که امکان وي، نو دوی به په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره وګړي وژغوري. ښاغلي هوی ليانګ يو د ژغورنې کاري بهير د يادونې په ترڅ کې په عمده

توګه له کنډوالو څخه د کسانو د ژغورنې، د ټپيانو د درملنې او په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د تنظيمولو په اړه معلومات ورکړل. د يوې شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې څلور اتيا زره او اوولس تنه له کنډوالو څخه ژغورل شوي، دوه مليون او څلويښت زره تنه ټپيانو درملنه تر سره شوي او پنځلس مليون او سل زره تنه له زلزله ځپلو سيمو څخه امنيتي سيمو ته لېږدول شوي دي. برسېره پر دې، د چين حکومت يتيمانو، بې کسو زړو کسانو او معينوبينو ته د بنسټيز ژوند لګښت ورکړی او له مړو شويو کسانو له کورنيو سره يې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره پيسې ورکړې دي. د يادونې وړ خبره دا ده له دې امله چې د ساري ناروغيو د مخنيوي او وقايې کارونه په جدي توګه شوي، نو ځکه تر اوسه پورې په زلزله ځپلو سيمو کې هېڅ ساري ناروغي يا د روغتيا کومه عامه پېښه نه ده رامنځته شوې او د زلزلې له امله د يو لړ رامنځته کېدونکيو ناورينونو ګواښ هم تر وسې پورې ټيټ شوی دی.

له ناورينونو سره د مقابلې او د سيلاوونو د مخنيوي چارو په اړه د چين د صدر اعظم مرستيال هوی ليانګ يو په ټول هېواد کې د ژغورنې بهير په اړه وويل

( دوهم اوااز)

موږ د لومړي ځل لپاره د ملي ماتم درې ورځې وټاکلې چې په ترڅ کې يې عامو وګړيو په سخته زلزله کې له مړو شويو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ملي بيرغ هم نيم ځوړند شو. موږ د لومړي ځل لپاره د ژغورنې نړيوالو ډلو ته اجازه ورکړه چې زلزله ځپلو سيمو ته ننوځي او پاتي شوي کسان وژغوري. موږ د لومړي ځل لپاره د اورګاډيو، امبولانسونو، الوتکو او چورلکو په کارولو سره ټپيان ولېږدول. موږ د لومړي ځل لپاره په پر له پسې څو ورځو کې د ژغورنې بهير په اړه مستقيمه خپرونه

وکړه. د دې تر څنګ په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې په بهير کې د ګډون کوونکيو داوطلبانو شمېر، د کورنيو او بهرنيو بېلا بېلو ټولنو له خوا د ورکړل شويو بسپنو او مرستندويه توکيو ارزښت د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسي تر ټولو زيات دی.

نن ورځ له سختې زلزلې وروسته يوه نيمه مياشت تېره شوې او د ژغورنې کارونه نوي پړاو ته ننوتلي دي. د چين دولتي شورا د اوسني نوي حال په اړوند نوي عمده کارونه ټاکلي چې په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو ژوند تنظيمول، د ساري ناروغيو د مخنيوي او وقايې کارونه، د بنسټيزو تاسيساتو ترميمول او په زلزله ځپلو سيمو کې د توليدي چارو اعاده کول په کې شامل دي. دغه راز د مرکزي بوديجې اويا مليارډ يوانه به له سختې زلزلې وروسته د بيا رغونې لپاره ولګول شي. ښاغلي هوی ليانګ يو په دې اړه دې ته اشاره وکړه چې څلويښت مليارډ يوانه به د وګړيو د کورونو د بيا ابادۍ لپاره وي.