د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کمېټې مشر وو بانګ ګوه د جون په څلورويشتمه نېټه د يوې غونډې مشري وکړه او له زلزلې وروسته يې د ژغورنې او بيارغونې کارونو د حالاتو په اړه يو راپور واروېد او په اړه يې بحث وکړ.
د چين د لومړي وزير مرستيال هوی ليانګ يو په راپور کې وويل د مرکزي بوديجې اويا مليارډ يوانه له زلزلې وروسته د بيارغونې يو صندوق جوړولو لپاره ولګول شي او په راتلونکو کلونو کې به چارې يو ځل بيا ترتيب کړي. هغه وويل له زلزلې وروسته بيارغونه يوه بېړنۍ او دايمی دنده ده. چين پلان لري په راتلونکو دريو کلونو کې د بيارغونې بنسټيز کارونه بشپړ کړي او له ٢٠١١ کال څخه تر ٢٠١٥ کال پوری پرمختګ ته دوام ور کړي.