د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيې چه د جون په څلورويشتمه نېټه په بېجينګ کې د ختيځ سمندر مسئلې په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې وويل دا چې چين او جاپان د ختيځ سمندر مسئلې په اړه موافقې ته رسېدل، د دواړو هېوادونو مشرانو د ګډ نظر د پلی کولو نتيجه ده او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري.
ښاغلي يانګ جيی چه وويل په دې کې شک نه شته چې چين د چون شياو نفتو او طبيعی ګاز لرونکی سيمې حاکميت لري. چين او جاپان په ګډه د دې پخلی وکړ چې جاپاني تصدی به د چين له اړوند قانون سره سم د چون شياو نفتو او ګاز لرونکی سيمې په استخراج کې ګډون وکړي او دا کار به د چيني قانون تر ادارې لاندی وی.
ښاغلي يانګ جيی چه وويل چين به په هېڅو ډول د ختيځ سمندر د سرحد ټاکنې په برخه کې د منځنۍ کرښې په هکله د جاپان وړانديز و نه مني. د دغه سمندر وروستۍ پوله به د چين او جاپان لخوا د خبرو اترو له لارې وټاکل شي.