<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-24 20:55:52    
د بيجينګ اولمپيک د برياليتوب لپاره هڅه

cri

د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د ميرمن اين جيون فان په هکله چې لس کاله مخکې د چين د شمال لويديځ د يو کرنيز پوهنتون د بيطارۍ له څانګې څخه فارغ شوه ، معلومات درکړو. هغه اوس په فارغ وخت کې د اداري چارو په هکله د ماسترۍ درجې د لاس ته راوړلو لپاره کوشش کوي.خو ددې دندې ډېرې او لقبونه يې هم زيات دي. د بېلګې په توګه ميرمن اين د يوې ګروپي تصدۍ خاونده او د شان شي ولايت د شخصي تصديو د ټولنې ، د ځوانانو او نورو زياتو ټولنو مشره هم ده .

که څه هم ميرمن اين د يوې لويې تصدۍ څښتنه ده ، خو يوه مهربانه او ملايمه ښځه هم ده . دې د دېرشو زرو يوانو په لګښت د څارويو خوراک يو شرکت جوړ کړ او ددې د کوششونو له برکته دغه کوچنی شرکت د څلورو شرکتونو په شمول د يوې لويې کرنيزې ګروپي تصدۍ په بڼه بدل شو .

د تصدۍ د پر له پسی پياوړتيا سره سم ميرمن اين په دې ښه پوه شوه چې د تصدۍ د اداره کولو پرمختللی نظريې او تيوري د يوې تصدۍ د چټک پرمختګ بنسټ دی . نو دې د هېواد نورو ښارونو او بهرنيو هېوادونو د څارويو روزلو له پرمختلليو تصديو څخه ليدنې وکړې او هغوی پرمختللې تجربې يی خپلې کړې چې له امله يی د خپلې تصدۍ د غوره اداره کولو چارو لپاره کلک بنسټ ايښی دی.

د يوې لويې تصدۍ د مشرې په توګه ميرمن اين په ښه توګه درک کړی چې د تصدۍ پرمختګ د ټولنې له ټينګ ملاتړ سره نژدې اړيکې لری. نو ميرمن اين په ټولګټو چارو کې فعاله برخه اخلي او تر لاسه شوې ګټې بيرته ټولنې ته ورکوي . له څو کلونو راهيسې ميرمن اين په وړيا ډول بيوزليو او غريبو بزګرانو ته د دريو لکو يوانو په

ارزښت اصلاح شوی څارويان او د دري مليونو يوانو په ارزښت يو زر سيټه طبي الات برابر کړيدي. دغه راز څو تنو بي وزليو زده کوونکو ته يی د مرستې لاسونه هم ور اوږد کړيدي.

د خپلو غوره خدمتونو له امله ميرمن اين په وياړ د بيجينګ اولمپيک لوبو د يوې مشال ليږدونکې په توګه وټاکل شوه . په فارغ وخت کې دی د بدميتون ، پينګ پانګ ، تنيس او ځغاستې لوبې کوي ، حتی په خپل دفتر کې يی د ځغاستې يو ماشين هم درولی دی . کله چې په دې خبر شوه چې د اولمپيک لوبو د يوې مشال لېږدونکې په توګه وټاکل شوه ، له ډېرې خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځايېده . ميرمن اين هيله لری چې د خپلې تصدۍ د ټولو کارکوونکو په لارښوونه د بيجينګ اولمپيک د برياليتوب لپاره زياتې هڅې وکړي څو چې د اولمپيک روحيه نسل په نسل پاتې شی.