<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-24 21:28:45    
چين په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو او د چاپيريال د روغتيايی حالت د ښه والی لپاره تدبيرونه نيسی

cri
 د چين د روغتيا وزارت په وروستيو ورځو کې يوه شمېره خپره کړه چې د چين په کليوالو سيمو کې د څښاک ٤٤ سلنه اوبه ډاډمن معيار ته نه رسيږي او د ښو تشنابونو د مروجولو اندازه ټيټه ده او کثافات په خپله خوښه وغورځول شول.د دغه حالت په وړاندی د چين د روغتيا وزارت اړوند مسئول وويل روان کال به د چين د مالی وزارت په کليوالو سيمو کې د اوبو کيفيت د څارنې او د تشنابونو د ښه والی لپاره لازياته پانګه ولګوي چې په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبه او د چاپيريال روغتيايی حالت ښه شی.

د څښاک اوبه او د چاپيريال روغتيايی حالت هغه مهم عوامل دی چې د اوسيدونکيو پر روغتيايی سويې اغيزه کوي.د روغتيا د نړيوال سازمان له سند سره سم په پرمختيايی هېوادونو کې اتيا سلنه ناروغي د څښاک د ناپاکو اوبو او د چاپيريال د ناوړو روغتيايی شرطونو له امله رامنځته کيږي، نو د څښاک پاکه اوبه او د چاپيريال ښه روغتيايی حالت د ناروغيو کمولو او د روغتيا د پرمخبيولو لپاره تر ټولو اغيزمنې لارې چاری دی.

د ٢٠٠٦ کال له اګيست څخه د تېر کال تر پايه پوری د لومړی ځل لپاره د چين په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو او د چاپيريال د روغتيايی حالت پلټنه وشوه او له دی څخه څرګنده شوې چې په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو موجوده عمده مسئله

د مکروب اندازې زياتوالی دی چې لامل يی په دغو اوبو کې د مکروب د وژنې ټيټه اندازه ده.

د چين د روغتيا وزارت وياند ما چون ان وويل روان کال به د چين ماليی وزارت په کليوالو سيمو کې د تشنابونو د ښه والي او د اوبو کيفيت د څارنې لپاره ٣٣٦ مليون يوانه ولګوي.

د پلټنې له مخی د چين په ځينو سيمو کې هغه مسئله موجوده ده چې د اوبو کيفيت له معيار سره سمون نه لري او د ناپاکواوبو له امله ناروغی رامنځته کيږي.په کليوالو سيمو کې دری سوه مليون تنه وګړي د اوبو له ناډاډمنتيا سره مخامخ دی .نوموړی وويل د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو او د چاپيريال روغتيايی حالت ښه والی ته په درنه سترګه ګوري ، په وروستيو کلونو کې د څښاک اوبو په اړه ځينی پلانونه پلی کړی چې په کليوالو سيمو کې سل مليون تنه د څښاک اوبه وڅښي.په تېرو دريو کلونو کې د چين حکومت په بی وزليو سيمو کې د تشنابونو د ښه والي لپاره نژدی پنځه سوه مليون يوانه لګولی دی.هغه زياته کړه چې د چين د روغتيا څانګې به د علومو او تکنالوژۍ په أتکا سره په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبه او د چاپريال روغتيايی حالت ښه کړي.