څو ورځې مخکې چين په بريالې توګه د هوا پېژندنې يوه نوې سپوږمکۍ وتوغوله چې نوم يی فنګ يون درېيمه شميره لومړی دی. دغه سپوږمکۍ به چين او د نړۍ نورو هيوادونو ته ښه خدمتونه وکړي.
دغه سپوږمکۍ د می مياشتې په ٢٧ نېټه د چين د سپوږمکيو توغولو له تای يوان مرکز څخه وتوغول شوه. د پلان له مخې به دغه سپوږمکۍ د ځمکې کرې له طول البلد سره سم پر مدار حرکت وکړي او په ١٠٢ دقيقو کې د ځمکې کرې له جنوبی قطب څخه تر شمالی قطب پوری پر يوه کړۍ وڅرخی . د هوا پېژندنې د سپوږمکيو مرکز مشر يانګ جون وويل چې دغه نوی سپوږمکۍ د پخوانيو سپوږمکيو په پرتله نورهم ښه کيفيت لری او د باور وړ دی. هغه وويل:
موږ د پخوانيو سپوږمکيو له لارې يوازی اسان عکسونه اخيستی شو چې له مخی يی يوازی پر مخ معلومات ترلاسه کولی شو. اوس د فنګ يون درېيمه شميره لومړی سپوږمکۍ د توپان دننه جوړښت کتلی شی نو د هوا پېژندنې په اړه د چين توان پياوړی کوي.
د خبر له مخې، چين د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې په خپله د هوا پېژندنې د سپوږمکۍ په څيړنه پيل وکړ. تراوسه پوری يی په بريالی توګه نهه داسی سپوږمکۍ توغولې دي. چين په نړۍ کې له هغو کمو هيوادونو څخه شيمرل کيږی چې نه يوازی د قطب مدار سپوږمکۍ بلکې بی حرکته سپوږمکۍ هم لری. د چين په ياد شوی مرکز کې کارپوهې مېرمن دونګ چاو هوا وويل چې د سپوږمکيو د مدارونو ترمنځ د توپيرونو له مخی د هوا پېژندنې سپوږمکۍ دوه ډولونه لری چې يو ډول يی د قطبی مدار سپوږمکۍ او
بل ډول يی بی حرکته سپوږمکۍ ده. دی وويل:
د قطب مدار سپوږمکۍ د ځمکې کرې د جنوبی او شمالی قطبونو ترمنځ حرکت کوي او ښه والی يی په دې کې دې چې د ټولې کرې حالت کتلی شی. بی حرکته سپوږمکۍ يوازی د ځمکې کرې د مخ يو په څلورمه يا په درېيمه برخه پراخوالی کتلی شی.
د فنګ يون درېيمه شميره لومړی سپوږمکۍ د قطبی مدار سپوږمکۍ ده چې له نورو دوو بی حرکته سپوږمکيو سره به يو ځای د چين او نړۍ اقليمی حالت وڅاری.
د ياد شوی مرکز مشر يانګ جون وويل چې پخوا چين يوازی د راتلونکی يوې اوونۍ اقليمی حالت وړاندوينه کوله. که څه هم د يوې اوونۍ اقليمی حالت په وړاندوينه کې کله کله تېروتنې کېدې. د فنګ يون درېيمه شميره لومړی سپوږمکۍ له کارولو وروسته به دغه حالت بدل شی. ده وويل:
د بېلګې په توګه د راتلونکو پنځو ورځو اقليمی حالت په وړاندوينه کې د پخوا په پرتله د راتلونکو دريو ورځو اقليمی حالت په اړه وړاندوينه يو شان سموالی لری. د راتلونکو دريو ورځو اقليمی حالت وړاندوينه د پخوا په پرتله د يوې ورځې د اقليمی حالت وړاندوينه يو شان سموالی لری.
د دې ترڅنګ دغه سپوږمکۍ د سخت اقليمی حالت په مقابل د طبعی ناورينونو د زيان پراخيدو د مخنيوي په ساحه کې مهم رول ولوبوی. ده وويل :
د فنګ يون درېيمه شميره لومړی سپوږمکۍ معلومات په هيواد کې د څلورو مرکزونو او په شمالی قطب کې له سويډن سره د يو ګډ مرکز له خوا ترلاسه کيږی. اړوند معلومات به بيا د دغو مرکزونو له لارې د هوا پېژندنې سپوږمکيو د چين ملی ادارې ته ورسيږی. داسی معلومات به له تنظيمولو وروسته نورو څانګو ته برابر شی.
مېرمن دونګ زياته کړه :
د هوا پېژندنې سپوږمکۍ عام خدمت کوي. که څوک په ځمکې کره کې د معلوماتو
منلو مرکز ولری بيا يی منلی شی. نو ويل کيږی چې دغه سپوږمکۍ د نړۍ د ګډې کارونې سپوږمکۍ ده.