د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اتريش د خبرونو ورځپاڼې د جون په پنځه ويشتمه نېټه خبر ور کړ چې د ايران د بهرنيو چارو وزير مرستيال مهدی صفاري څو ورځې مخکې د دغې ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې اخطار ور کړ چې ايران به پر دغه هېواد له لګولو بنديزونو سره د مقابلې لپاره له اروپايی ټولنې څخه خپلې پيسی وباسي او دغه پيسی به په نورو سيمو کې ولګول شي.
نوموړي وويل پر ايران د اروپايی ټولنې نوی بنديزونه به ښايی د سختو پايلو سبب وګرځي. ده وويل ايران غواړي خبرې اترې وکړي، خو د شرطونو له مخې خبرې اترې نه مني.