<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-25 20:02:39    
څوارلس کلن هلک تونګ شه چيانګ اووه ماشومان ژغورلي دي.

cri

د ګان سو ولايت د لونګ نان ښار چي شان علاقه دارۍ د جونګ وانګ ښوونځي څوارلس کلن زده کوونکی تونګ شه چيانګ اوس يو کوچنی اتل دی. هغه د تېرې مۍ په دوولسمه نېټه د سختې زلزلې د پېښېدو پر وخت په زياتو خطرونو سره ټولګي ته ننوت او اووه ماشومان يې وژغورل.

د تېرې مۍ د دوولسمې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه. د دغې زلزلې له امله د ګان سو ولايت لونګ نان ښار ته سخت زيانونه رسېدلي دي.

په هغه وخت کې د جونګ وانګ ښوونځي د لومړۍ ودانۍ په يوه کوټه کې هلک تونګ شه چيانګ او نور نهه څلويښت زده کوونکي په زده کړه بوخت وو. د ښوونځي د بلې ودانۍ په يوه کوټه کې دېرش تنه ماشومان په خوب ويده چې منځنی عمر يې شپږ کاله و.

د سختې زلزلې د پېښېدو پر وخت د هلک تونګ شه چيانګ ښوونکی تونګ شوانګ شي په بيړنۍ توګه پر ټولو پنځوسو زده کوونکيو ناري کړې چې ژر بهر ته منډی ووهي او سمدلاسه يې بلې ودانۍ پر لور منډی ووهلی، ځکه چې زيات ماشومان په کې وو. د دغو ماشومانو ترمنځ درې تنه بهر ته رسېدلي، خو اووه ويشت تنه نور يې

بيا هم په کوټه کې پاتي وو چې د ويرېدو له امله يې ژړل. ښوونکي تونګ شوانګ شي دغې کوټې ته له ننوتلو وروسته نارې ووهلې چې ژاړه مه کوئ او په بيړنۍ توګه يې د څو ماشومانو په نيولو سره بهر ته منډې کړې.

په داسي حال کې هلک تونګ شه چيانګ له کوټې څخه بهر ته د زياتو ماشومانو وړلو لپاره له ښوونکي تونګ شوانګ شي سره مرسته کوله. که څه هم د ده اوږدوالی يوازې يو اعشاريه پنځه دی، خو پياوړی بدن لري. دغه راز ده په دريو دقيقو کې څو ځله په خپلو دواړو لاسونو په کارولو سره اووه ماشومان بهر ته يووړل. له دې وروسته هغه کوټه چې دېرش ماشومان په کې ويده وو، د زلزلې له امله ونړېدله.

هلک تونګ شه چيانګ خبريالانو ته وويل زه هغه وخت پوه شوم چې دغه زلزله ډېره سخته ده. د ښوونکيو په أند، هلک تونګ شه چيانګ يو ډېر هوښيار هلک دی چې د زده کړې نتيجه يې ډېره وتلې او همېشه له نورو زده کوونکيو سره مرسته کوي. هغه په خوشحاله سره وويل په راتلونکي کې به داسي کار وکړي چې په کې له نورو کسانو سره مرسته کولاي شي.