<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 09:50:37    
سولانا څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه به له يوې خوا له ايران سره خبرې اترې وکړي او له بلې خوا به پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جاوير سولانا د جون په پنځه ويشتمه نېټه په ژنيو کې څرګنده کړه اروپايي ټولنه به د يورانيمو له غني کولو څخه د ايران له خوا د لاس اخيستنې لپاره له يوې خوا له دغه هېواد سره خبرې اترې وکړي او له بلې خوا به پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ښاغلي سولانا وويل چې خبرې اترې او بنديزونه به په يو وخت تر سره شي او د بنديزونو لګولو پر وخت بيا هم د خبرو اترو له لارې د ايران ذروی مسئله حلولای شي.

په همدې ورځ د امريکا سپينې ماڼۍ وياندې مېرمن دانا پيرينو په واشنګتن کې په يوه خبري ناسته کې دغه خبره تکرار کړه چې د دغه هېواد ولسمشر جورج بوش باور لري چې په ديپلوماتيکو لارو چارو د ايران ذروی مسئله حل کېدای شي.