د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افريقايي هېوادونو ټولنې د کميسيون مرستيال ايراستوس مونچا د جون په پنځه ويشتمه نېټه د مصر په شرم الشيخ کې وويل د افريقايي هېوادونو ټولنې په يوولسمه سرمشريزه غونډه کې به په ټوله نړۍ کې د غلودانو د کمښت او د انرژۍ بيې لوړولو پر مسئلو بحث وشي.
نوموړي دغه خبرې په ياده شوې ټولنه کې د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو دايمي استازيو له غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وکړې. ده زياته کړه چې د دغې غونډې سرليک به د اوبو او روغتيا په برخه کې د زرينزې پرمختياي موخې ته رسېدنه وی او د افريقايي هېوادونو ټولنې درې پنځوس غړي به په کې ګډون وکړي.