د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جون شپږويشتمې نېټې سهار په اتو بجو د چين شان شي ولايت په تای يوان ښار کې پيل شو.
د پيل مراسم د تای يوان ښار د جينګ څه باغ په مخامخ ډګر کې تر سره شول او لومړی لېږدونکی د چين مشهوره سندره غاړې اغلې تان جينګ وه. په دغه ښار کې به د مشال لېږدونې لارې اوږدوالی دوولس کيلومتره وی او دوه سوه او اته تنه لېږدونکي به په دغه فعاليت کې ګډون وکړي.