<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 10:26:49    
د چين د عام امنيت وزير دغه خبره تکرار کړه چې بايد په ډاډمنه توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو تر سره کېدل تضمين شي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د عام امنيت وزير منګ جيان جو د جون د پنځه ويشتمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د امنيت ضمانت د کارونو څارنه وکړه. ده دغه خبره تکرار کړه چې په ټول هېواد کې د عام امنيت ارګانونه او د اولمپيک لوبو اړوندې څانګې بايد د لا اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره په ډاډمنه توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو تر سره کېدل تضمين کړي.

نوموړي د بېجينګ اولمپيک لوبو په بېلا بېلو ډګرونو او ستېديمونو کې د امنيت ضمانت د کارونو څارنه وکړه او څرګنده يې کړه چې اوس په ډګرونو او ستېديمونو کې د امنيت ضمانت لايحو سيستم جوړ شوی او اړوند کارونه اوس په عادي توګه روان دي.