<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 13:17:55    
د موسيقۍ تيوریکی کارپوه ښاغلی جو جي

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د موسيقۍ په ساحه کې يو کارپوه ډېر مشهور او د احترام وړ دی چې جو جي نومېږي. نوموړي په دې برخه کې وتلی خدمتونه کړي چې له مخې يی د شين جيانګ د اويغوری قوم د مقام هنر د بشر د تقريری او غيرمادی اثارو په زيرمه کې شامل شوی دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د ښاغلی جو جي په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

٢٠٠٨ کال د می مياشتې په پنځمه نېټه سهاروختی ٦٦ کلن ښاغلی جو جي چې د اويغوری قوم د مقام هنر په څيړنه کې لوی لاس لری، د زړه ناروغۍ له امله مړ شو. ده يوه مياشت مخکی ويلي وو چې په دې ډېر وياړی چې په ژوند کې له مقام هنر سره اړيکې لري. که يوه ورځ زه مړ شم څه به راکړی؟ زه فکر کوم چې هغه به مقام هنر وي! د ښاغلی جوجي په زړه کې مقام هنر ترټولو مهم ځای نيسی. ده ويلی و:

د مقام هنر څيړنه نه يوازی د اويغوری قوم کارپوهانو بلکې په شين جيانګ کې د هان قوم د اړوندو کارپوهانو د څيړنې دنده او مسؤليت دی.

(موسيقی)

په ١٩٥٩ کال کې جوجي له ښوونځی څخه له فارغيدو وروسته د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د سندرو،نڅاګانو او اوپرا په ډله کې شامل شو. ده له خپلو اويغوری ملګرو سره يو ځای د لومړی ځل لپاره د بيجينګ اوپرا په اويغوری اوپرا بدله کړه. دغه اوپرا په بريالی توګه اوريدونکو ته وړاندی شوه. تراوسه پوری دغه اوپرا په صحنه کې د اويغوری قوم د مقام هنر يوه وتلې بېلګه ده. ښاغلی جوجي په دې اړه ويلی و:

مقام هنر د يو چا يا کومو وګړو ملکيت نه دی او يوازی د اويغوريانو فکری پايله هم نه ده. دغه هنر د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د تبادلې پايله ده چې په کې د ختيځو او لويديځو خلکو د هوښيارۍ ګډوالی ليدل کېږی. نو ځکه زه په دی نظر يم چې د مقام هنر څيړنه زما د ټول ژوند په ترڅ کې نه شي پوره کېدلی. د مقام هنر زه په خپل ژوند کې يوه موخه ګڼم.

ښاغلی جو جي د مقام د اړوندو معلوماتو دترلاسه کولو لپاره له صحراګانو او کون لون غرو څخه په تيرېدو سره د تراکټر يا خره په وسيله ليرې کليو ته تللی او هلته يی له ځايی هنرمندانو څخه د مقام هنر په اړه زده کړه کړې ده.

په ٢٠٠٣ کال کې د شين جيانګ اويغوری قوم خپلواکې سيمې حکومت په داسې هڅونه پيل وکړ چې د اويغوری قوم د مقام هنر دبشر په تقريری او غيرمادي اثارو کې شامل کړي. ښاغلی جوجي په هراړخيزه توګه د شين جيانګ په ټوله سيمه کې د مقام هنر د څيړنې،را غونډونې او ترتيبولو او د دې ترڅنګ د م م يونيسکو سازمان ته د غوښتن ليک ليکلو دنده پر غاړه واخيسته. ښاغلی جوجي د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره د هنری انستيتيوټ سره يو ځای يوه لويه ډله جوړه کړه او د دغې سيمې په بېلابېلو ځايونو کې يی له معلوماتو راټولولو وروسته يو ديرش زره کريکټرونه لرونکی يو راپور وليکه.

د شين جيانګ د چېسترا د مشر مرستيال عبدالرحمن د شين جيانګ قومی موسيقۍ ته د جو جي د خدمتونو لوړه ستاينه وکړه. ده وويل :

هغه د قومی موسيقۍ په اړه ډېر معلومات درلودل. هغه نه يوازی د موسيقۍ بلکې د اويغوری قوم د ژبې په اړه ژوره پوهه درلوده. ده د مقام هنر د څيړنې لپاره ډېر کوششونه کړی دی.

د خوشحالۍ وړ کار دا دی چې د ښاغلی جوجي او د ده د ملګرو په کوششونو سره د شينجيانګ د اويغوری قوم د مقام هنر په بريالی توګه د م م د يونيسکو سازمان له خوا د بشر د تقريری او غيرمادي اثارو په ليست کې شامل شوی دی. دغه راز د مقام هنر د نړۍ په کچه د يو تاريخی اثر په توګه ياديږی.

په شين جيانګ کې د موسيقۍ مشهور کارپوه ښاغلی جاو سی ان وويل :

ښاغلی جو جی په خپل ټول عمر کې د شين جيانګ د قومی موسيقۍ او هنر د څيړنې لپاره کوشش کړی دی. د مقام هنر د ساتنې او په نړۍ کې د هيواد په ليرې ځايونو کې د ملی لږکيو د وتليو کلتوری اثارو د خپرېدو په باره کې ښاغلی جو جی د يادونې وړ يو کارپوه ګڼل کيږی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!